اجرائیه رئيس- پولیس باید له هر ډول تبعیض او تړاو پرته د امنیت په تامین کې هڅې وکړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  باختر د تلې  ديارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له پولیسو څخه د ولسي وګړو دملاتړ په جوړ شوي دوه ورځني سیمینار کې وینا وکړه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد اجرائيه رئیس د کورنیو چاروله وزارت، خلکو او نړیوالو ادارو څخه یې د دې سیمینار د جوړېدو له امله د مننې ترڅنګ هغه یو اساسي کار وباله او ډاډ یې وښود، چې د پولیسو او خلکو ترمنځ د متقابلې همکارۍ د پياوړتیا لامل به شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې پولیس په افغانستان کې یوازې د نظم او امنیت د تامین دنده پر غاړه نه لري، بلکې د جګړې په لومړۍ لیکه کې هم برخه اخلي؛ له همدې امله یې چارې د ستایلو وړ دي.
هغه وویل، چې د کلیوالي شوراګانو له لوري له پولیسو سره د خلکو ملاتړ او برعکس د پولیسو له لوري د خلکو خدمت د ولس او حکومت ترمنځ واټن له منځه وړي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې پولیسو باید له قانون سره سم او له اخلاقو ډکې کړنې ترسره کړي، چې په لیدو یې خلکو ته ډاډ حاصل شي.
د هغه په وینا، چې به کورنیو چارو وزارت کې رامنځته شوي اصلاحات د هرکلي وړ دي؛ خو لا هم په بېلابېلو کچو ستونزې شته او لا ډېرو اصلاحاتو ته اړتیا ده. هغه د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ ته په خطاب کې وویل، چې هره ورځ د اصلاحاتو پروسه تعقیب کړي؛ د پولیسو ستونزو ته رسیدګي وکړي، له پولیسو څارنه وکړي او د پولیسو اخلاقي او مسلکي ظرفیت لوړو ته کار وکړي.
اجرائيه رئيس یو ځل بیا سولې ته د ملي یووالي د حکومت ژمنتیا تازه کړه او ویې ویل، چې په دې برخه کې د حکومت هڅې روانې دي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې مخالفان به هېڅکله د جګړې له لارې خپلو موخو ته ونه رسېږي.
ډاکټر عبدالله عبدالله له خلکو وغوښتل چې د مجرمینو په نیولو کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او په هېڅ صورت له مجرم ملاتړ ونکړي؛ خو له پولیسو یې هم وغوښتل چې له خلکو سره له اخلاقو ډک چلند خپل کړي.
اجرائیه رئيس د ولس او پولیسو ترمنځ د بې باورۍ فضا په له منځه وړلو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې پولیس باید له هر ډول تبعیض او تړاو پرته له خلکو سره چلن وکړي، د قانون د پلي کولو لپاره اقدامات وکړي او له مجرمینو سره په جدیت خو له خلکوسره په نرمۍ مخ ته ولاړ شي.
هغه هیله وښوده، چې افغان امنیتي ځواکونه ښه راتلونکی په مخکې لري، ځکه هره ورځ افغان ځواکونه پر ځان د بسیا کېدو په لور ګامونه اخلي او د حکومت رهبرۍ د هغوی اساسي ستونزو ته پاملرنه کړې ده. اجرائيه رئیس کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د پولیسو د موټرو، وسلو، مهماتو، لباس، اعاشې او نورو مسایلو ته جدي پاملرنه وکړي او اجازه ورنکړي چې څوک ترېنه ناوړه استفاده وکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله دغه راز ټینګار وکړ، چې په پولیسو کې دې د ښځو ونډه زیاته شي او کورنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ښځينه پولیسو د ستونزو او له احترامه د ډک چلن زمینه برابره کړي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه پر خلکو د باور بدیل او ځایناستی نه لري نو له همدې امله باید د خپلو خلکو قدر وکړي او د هغوی ملاتړ خپل کړي.
په دې ناسته کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک د دې سیمینار د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د خلکو له ملاتړ پرته پولیس بریالي نه دي. هغه زیاته کړه، چې له ټول افغانستان څخه د کلیو پراختیايي شوراګانې له پولیسو سره همکاري او ترې ملاتړ کوي.

back to top