جمهوررئیس غني د "سام" درېمه ناسته کې ګډون او وینا وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  باختر د تلې  ديارلسمه :

د (افغانستان د انکشاف د پرمختګونو او لاسته راوړنواو د اصلاحاتو اجنډا) په نامه د "سام" درېمه کلنۍ غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمداشرف غني په وینا په رسمي ډول پرانیستل شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه ناسته چې د ۴۰ هېوادونو د استازو په حضور په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس هغوی ته ښه راغلاست ووایه او د لندن کنفرانس او بروکسل ناستې د ژمنو په اساس یې د افغانستان د حکومت د اجرا شویو برنامو او همداراز د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني وویل، په لندن کنفرانس کې  مود افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د لارې نقشه وړاندې کړه او تېر کال په بروکسل ناسته کې هم له نړېوالې ټولنې سره د افغانستان حکومت د ژمنو او عملي پلانونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
جمهوررئیس د افغانستان د حکومت ننګونو  ته په اشارې چې شاوخوا درې کاله یې تېر شوي وویل، موږ د امنیتي او سیاسي بحران په ګډون درې بحرانونه تجربه کړل، سره له دې هم د حکومتوالۍ په برخه کې پراخې هڅې شوي دي.
جمهوررئیس وویل، د افغانستان خلک لا هم د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او موږ هڅه کوو چې له دې پدیدې سره مبارزه وکړو او د افغانستان لپاره سوکاله راتلونکی جوړ کړو. هغه وویل، په ټول افغانستان کې د ولسي تړون پروګرام  پیل شوی چې زرګونه خلکو ته کې کاري زمینه برابروي، د دغه پروګرام  پیاوړتیا د حکومت لومړیتوب دی.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، افغانستان د پراختیا او پرمختګ لپاره مناسب ظرفیتونه لري او د سالمې پانګونې او پرمختګ لپاره باید چاپیریال او د لارې نقشه جوړ شي. هغه زیاته کړه، افغانستان زیاتې طبیعي سرچینې لري چې له دې لارې خلکو ته زیاتې کاري زمینې برابرېږي
جمهوررئیس وویل، موږ هڅه کوو د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال ټاکنې په لازمو معیارونو او  بشپړ شفافیت ترسره شي او د عدالت او شفافیت  لپاره یوه اجماع تامین کړو. هغه له مدني ټولنې وغوښتل، چې د دغه بهیر په څارنه کې فعاله ونډه ولري.
جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان رهبري او مدیریت تر نسلي بدلون لاندې دی او دغه اصلاح کوونکی او ځوان نسل به راتلونکو نسلونو ته ښه بنسټ کېږدي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، حکومت په هر پړاو کې د افغانستان اساسي قانون پلی کوي او د قانون د حاکمیت اود اداري فساد پر ضد د مبارزې  د لارې ستونزې به حل شي.
هغه په عدلي او قضایي بنسټونو کې اصلاحاتو او همداراز له اداري فساد سره د مبارزې بهیر ته په اشارې څرګنده کړه، عدلي او قضایي مرکز له تاسیس څخه تراوسه پورې د حکومتي مقاماتو اړوند د فساد ۳۰۰ قضیې څېړلي او ځینې دغه چارواکي په حبس کې دي 
د هېواد جمهوررئیس زیاته  کړه، د فساد پر ضد مبارزې لپاره د خصوصي سکتور برنامې ګټورې دي او موږ له فساد سره د مبارزې لپاره د هغوی دطرحو هرکلی کوو. هغه ټینګار وکړ، حکومت به د څو فاسدو کسانود شتمنۍ لپاره ادرس نه وي.
جمهوررئیس غني له اداري فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ د پلان یادونه وکړه وې ویل، دغه پلان حکومت جوړ کړی او له اداري فساد سره د مبارزې بهیر د چټکتیا لپاره به هړاړخیزې هڅې وشي. هغه ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې د حکومت دریځ جدي دی او موږ خپلو بین المللي شریکانو او خلکو ته ډاډ ورکوو.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په امنیتي او دفاعي سکتور کې اصلاحات راغلي او د پولیسوپه برخه کې هم اصلاحات دوام لري، حکومت په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري. جمهوررئیس د فساد د عواملود پېژندنې لپاره د مدني ټولنې درول قدرداني وکړه.
هغه په اوسنۍ جګړه کې د افغانستان دریځ برحقه وباله وې ویل، تروریزم به ماتې وخوري او موږ په دې جګړه کې بریالي کېږو.
جمهوررئیس زیاته کړه، طالبانو او تروریستي ډلو د ټولو  بین المللي موازینو او معاهدو پر خلاف د خلکو پر وژلو لاس پورې کړي، خو له ټولو تحرکاتو سره سره خپلو شومو موخوته ونه رسېدل او په هر پړاو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول.
جمهوررئیس د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژۍ یاده کړه وې ویل، دا ستراتیژي کولای شي له تروریزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات د تامین لپاره د همکارۍ محیط بدل او سیمه‎ییز او نړیوال امنیت ټینګ کړي.
د هېواد جمهوررئیس د تلپاتې سولې په تامین ټینګار وکړ وې ويل: په دې برخه کې اجماع رامنځته شوې، موږ به د بین الافغاني سولې او حزب اسلامي سره د سولې له بریالۍ تجربې په ګټه اخیستنه په دې برخو کې هڅه وکړو. هغه ټینګار وکړ چې له پاکستان سره په خپلو مذاکراتو کې به  دولت په دولت بحث وکړو.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، افغانستان هیڅکله د تروریزم ملاتړ نه دی کړی، بلکې هڅه یې کړې چې د سیمه ییز پرمختګ او پانګه والۍ لپاره د همکارۍ اړیکې رامنځته کړي. هغه وویل، افغانستان به د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په مرکز بدل شي.
جمهوررئیس محمداشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د بین المللي ټولنې د مرستو او همکارۍ په ځانګړي ډول د بروکسل او وارسا په ناستو کې د دوی د ملاتړ قدرداني هم وکړه.
د یادونې وړ ده چې د سام ناسته کې به د ښې حکومتولۍ پرمحور بحث وشي او یاده ناسته به د حکومت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په وینا پای ته ورسېږي.
 

back to top