جمهور رئیس غني د حاجیانو د وروستني کاروان هرکلی وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٤ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون ماښام دحامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې دحاجیانو د وروستي کاروان  چې د حج دفریضې له ادا کولو وروسته هېواد ته راستانه شول، هرکلی وکړ.
دجمهوررئيس  دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ .
په هغو مراسمو کې چې په دې اړه د حامدکرزي  دنړيوال هوايي ډګر په ترمینل کې جوړ شوي وو  لومړی د ارشاد، حج او اوقافو وزیرفیض محمد عثماني خبرې وکړې او حاجیانو ته یې دښه راغلاست ترڅنګ د حج په پروسه کې د جمهور رئیس له پاملرنې مننه وکړه.
ده وویل، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اړوندو   ارګانونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې د حج ملي پروسه ښه عملي شي.
وروسته حاجی سید نورخان د حاجیانو په استازیتوب خبرې وکړې      او حاجیانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر یې د جمهور رئیس او ارشاد، حج او اوقافو  وزارت له پاملرنې مننه وکړه وېې ویل، په روغتیايي، استوګنې، خوړو او دترانسپورټ  په برخو کې خدمتونه په ښه ډول برابر شوي وو او ټولو حاجیانو د حج په مراسمو کې د هېواد د سولې، امنیت او آبادۍ لپاره دعاوې وکړې.
جمهور رئیس په خپلو خبرو کې حاجیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د حج پروسه ځانګړی ارزښت لري او زه په دوامدار ډول دغه بهیر تعقیبوم.
جمهور رئیس له حاجیانو څخه وغوښتل هغه ستونزې او پرمختګونه چې د حج د فریضې د اداء کولو پر مهال یې لېدلي له حکومت سره شریک کړي تر څو په دې برخه کې شته ستونزې په اساسي ډول حل شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د حج پروسه په بې پرې ډول ارزول کېږي چې د وړاندې شویو خدماتو د ضعف او قوت نقطې وارزوو، تر څو وتوانېږو دا اسلامي فریضه په راتلونکو کلونو کې ښه مدیریت کړو.
د هېواد جمهور رئیس دخپلو خبرو په پای کې وویل، موږ  له علماوو او اړوندو ارګانونو سره دحج پروسې دښه والي لپاره پربینادي طرحو کار کوو. پاى \ ذکرالله \

back to top