مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلې دمياشتې  ١٤ نيټه :
د افغانستان له ټاکنو څخه دملاتړپه موخه د ملګرو ملتونو دپروژې سند لاسلیک شو .
د تلې په ۱۲مه نیټه، دکابل په پايتخت کې د افغانستان د ټاکنو څخه د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستیالۍ،        د ټاکنو دخپلواک کمیسیون او د شکایاتو مرکزي کمیسیون ترمنځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د پروژې سند لاسلیک شو.
دا د ملګرو ملتونو د بورډ تر ټولو لومړۍ ناسته وه چې قانوني او مالي حدود یی په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ملګرو ملتونو او مرسته کوونکو ته وټاکل ترڅو له ټاکنو او عملیاتي برنامو څخه یی ملاتړ وکړي .
د افغانستان لپاره دملګروملتونو ځانګړي استازي ښاغلي تاداميچي یاماموتو وویل: اړینه ګڼم ترڅو په افغانستان کې د ټولو لپاره  دمنلو ټاکنو د ترسره کولو په موخه دسم پلې کولو لپاره خپل لازم تدابیرو نه زيات کړو.
د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي سرمنشي مرستیالې او د یوناما سیاسي مسئوله آغلې پرنیل کاردیل ټینګار وکړ چې د وخت د کموالي له امله لازمه ده ترڅو کلیدي پریکړې ژر تر ژره ونیول شي ترڅو ټول منلي ټاکنې پر وخت ترسره شي  .         دې همدارنګه زیاته کړه چې دا زمو ږ لپاره یوه پروژه نه ده ځکه  د افغانستان سیاسي ثبات ورپورې تړلی دی،ترڅنګ یی، دملګرو ملتونو د سازمان چارواکو وویل چې د ټاکنو د ټولو پړاؤونو لپاره اړینه ده ترڅو د ټاکنیزو بنسټونو د بارو لاسته راوړلو لپاره د عامه پوهاوي په ګډون مهمې پریکړې وشي ترڅو ټاکنیز بهیر په ښه شکل مدیریت شي .
په پای کې، د ټاکنیز بهیر د شریک په توګه یوناما د چمتوالي لپاره د افغانستان د ټاکنو د ټولو پړاؤونو  څخه د نړیوالی ټولنې        د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۷ د ۲۳۴۴مې هوکړه لیک  له مخې له یوناما  څخه غوښتي ترڅو د ټاکنو د مدیریت په برخه کې د ټاکنیز بشپړتوب پیاوړتیا او د ټاکنیز بهیر د ثبات په موخه له ټاکنیزو بنسټونو څخه ملاتړ وکړي.  د بریالیو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ټاکنو د مدیریت کوونکو بنسټونو څخه ملاتړ، له دې هڅو څخه دي . دا ماموریت ژمن دی چې له ټاکنیزو بنسټونو سره ګډ کار وکړي ترڅو د افغانستان د دیموکراټیکو پروسو روڼتیا ډیره کړي او باور لاسته راوړي .
د یادونې وړ ده چې د یوناما سیاسي رهبران او مدني ټولنې وهڅوي ترڅو ۱۳۹۷ کال د ټول منلو ټاکنو د ترسره کولو په موخه خپلې هڅې او زيار سره یوځای کړي .
پاى \ ذکرالله \

back to top