25 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : دښځو دچارو وزارت له لوري له ماشومانو...

طالبان :  له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

طالبان : له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : طالبانو ټولو رسنيو ته خبردارى ورکړى دى...

په پلخمري کې  دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

په پلخمري کې دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

پلخمري /باختر/ دچنګاښ ٣مه : په بغلان کې دبې کيفيته او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داذربايجان جمهوريت يوشمير پوځيان افغانستان ته روان شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

باکو  باختر د تلې  نولسمه :
  داذربايجان  جمهوريت يوه پنځوس  کسيزه ډله تازه نفسه  پوځيان پرون افغانستان ته روان شول .
دغه ډله به دناتو دغوڅ ملاتړ دعملياتو په چوکاټ کې په افغانستان کې غير جنګي ماموريت ترسره کړي .
  داذربايجان  جمهوريت دپوځيانو دسولې ماموريت دناتو په چوکاټ کې  د ٢٠٠٢  ميلادي کال دنوامبر له مياشتې څخه په افغانستان کې دوام لري .
همدا اوس په ټوليزه توګه داذربايجان جمهوريت دوه نوي  تنه پوځيان او هم ددغه هېواد دوه تنه پوځي طبيبان  په افغانستان کې دسولې په نړيوالو ماموريتونوکې ګډون لري .  داذربايجان  جمهوريت او ناتو اړيکې له  ١٩٩٤ ميلادي  کال څخه دوام لري او دواړه لورې دناتو دستندردونو  له مخې داذربايجاني  دروزنې  او د اذربايجان جمهوريت په  ځينو سيموکې دماين پاکولو دعملياتو په ګډون په بيلابيلو  حوزو کې همکاري کوي .
داذربايجان جمهوريت يوې ډله  پوځيانو  پخوا دناتو په  قالب  کې په عراق او کاسوواکې دناتو په چوکاټ کې  پوځي ماموريتونه لرل .   ختم_  سعيده +_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.