20 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو دوه فابريکې دړې وړې شوې

د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو دوه فابريکې دړې وړې شوې

کابل \باختردمرغومې دمياشتې٣٠ نيټه : دافغانستان په جنوب کې...

په  هلمند کې  ٦٧ تنه بنديان د طالبانوله منګولو څخه آزاد شول

په هلمند کې ٦٧ تنه بنديان د طالبانوله منګولو څخه آزاد شول

کابل \باختردمرغومي دمياشتې٣٠ نيټه : افغان کوماندو ځواکونو د هلمند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبهرنيو چارو وزارت معينې دبشردحقوقو له کتوونکې سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه  :
دبهرنيو چارو وزارت معيني دبشر دحقوقو له جګپوړې څيړونکې سره په کتنه کې په افغانستان کې دښځو دحالت په باب خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې عادلې راز  دبشر دحقوقو له  جګپوړې څيړونکې ميرمن هيدربار سره  دښځو او نجونو  دښوونې او روزنې  په باب خبرې اترې وکړې.
ميرمن بار هغه رپوټ  چې دبشر دحقوقو  دکتوونکې له خوا په افغانستان کې ښوونې او  روزنې ته  دنجونو دلاسرسي ترعنوان لاندې ليکل شوى و، دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت معينې ته وړاندې کړ او دغه رپوټ يې له عادلې راز سره وڅيړه اوتحصيل او زده کړې  ته دښځو او نجونو دلاسرسي دکچې دلوړولو دڅرنګوالي  اوپه هېواد کې دښوونځيو دشرايطو دښه والي په باب خبرې اترې وکړې.
ديوبل خبرله مخې ؛ دبهرنيو چارو وزارت  داقتصادي همکاريو معينې عادلې راز نن د آسيابنسټ له رئيس ديويددي  آرنولد سره وکتل او دافغان ښځو دښوونې او روزنې په برخه  ، ښځو ته دبورسونو دبرابرولو او کارموندنې  ، داقتصادي ودې ، سوداګرۍ او تعليمي برخو کې دهمکاريو اوپه تيره بيا دآسيا فونديشن دهمکاريو غوښتنه يې وکړه.
پاى \ ج\ ذ 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.