17 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دهرات والي دانسان اودمالونودقاچاقو دمخنيوي غوښتنه وکړه

کابل \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : د هرات والي په دغه ...

په ننګرهارکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : امنيتي مامورانو نن سهار ٩...

شپاړلس تنه داعشيان په ننګرهارکې په هوايي بريدکې ووژل شول

دجلال آباد ښار \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : په ننګرهار ولايت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه
په قندهار کې د یوشمېر امنیتي ځواکونو د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه
جنایتکارو او پردي پالو ډلو په نوي تروریستي بریدونوکې د هېواد بېلابېلې برخې په نښه کړي، په پکتیا او غزني کې له جنایتونو او بشري ضد عملونو وروسته یې تېره شپه د قندهارولايت په میوند ولسوالۍ کې یوشمېر هېوادوال او د امنیتي ځواکونو سرتېري شهیدان او ټپیان کړل.
دغه ډلې چې له جنایت، وحشت او انسان وژنې پرته کومه لاسته راوړنه نه لري، د زوال او نابودۍ په حال کې دي. بل لورته خلک او د ملي یووالي حکومت د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او په خپل ټول توان به د تروریستانو د جنایتونو د نوې څپې پر وړاندې ودرېږي.
تروریستي ډلې په خپلو جنایتونو او نه بښونکو عملونو سره  هره ورځ له ټولنې شړل کېږي چې له تسلیمۍ او نابودۍ پرته بله لاره نه لري، نو له همدې امله دا ډلې له هیڅ ډول جنایت څخه لاس نه اخلي.
د هېواد اتل امنيتي او دفاعي ځواکونه په خپلو وینو د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي او د دوی ښکلې کارنامې به د هېواد د تاریخ په زرینو پاڼوکې ثبت شي. دا سرتېري د تروریستانو پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د دوی د سرښندنو او اتلولیو منندوی دي
جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې او زړ ور مقاومت د ستاینې ترڅنګ، دغو ځواکونو ته د دوی د یوشمېر همسنګرانو د شهادت تسلیت وایي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.