20 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو تاريخي اثر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شو

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه : د پکتيا ولايت يوه ځوان...

په مارجې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه د هلمند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمد علم ايزديار له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د يو شمېر کارکوونکو شکایتونه واوريدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د تلې د مياشتې٣٠مه
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د يو شمېر کارکوونکو شکایتونه واوريدل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې د شمال زون رئيس شمس الله جاويد د نورو په استازيتوب د يادې ادارې له کاري اجرااتو څخه د رپوټ وړاندې کولو ترڅنګ وويل، د اداري فساد څه ناڅه اووه سوه دوسيې يې ترتيب کړې او د پړاوونو د بشپړولو په موخه يې لويې څارنوالۍ ته استولې چې نږدې سل دوسيې یې د جمهوري رياست د مقام له خوا دغې ادارې ته راجع شوې وې او د څېړنو وروسته بېرته د چارو ادارې لوی ریاست ته استول شوې او هم درې سوه دوسيې د لويې څارنوالۍ له لارې قضايي بنسټونو ته سپارلې شوې دي.
ده وويل چې دولت هوډ لري تر څو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ملي ستراتيژۍ پر بنسټ له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره لغوه او له اداري فساد سره د مبارزې معينيت د لويې څارنوالۍ په تشکيل کې رامنځته کړي چې په دې صورت کې به د ددې ادارې نږدې څلور سوه تنه مسلکي او تجربه لرونکي کارکوونکي چې د آزادو سيالیو له لارې ګمارل شوي دي، بې برخليکه شي.
دغه راز د يادې ادارې يو شمېر کارکوونکو د لويو قضيو د څېړنې پروخت له يو شمېر احتمالي ګواښونو څخه خپلې اندېښې څرګندې کړې او په يادو برخوکې د مشرانو جرګې د ملاتړ او پاملرنې غوښتوونکي شول.
د مشرانو جرګې لومړي نايب د دوى د شکايتونو له اورېدو وروسته د فساد د بېلا بېلو دوسيو د څېړنې په موخه له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د کارکوونکو له کوښښونو او هڅو څخه مننه وکړه او موضوع يې له تخصصي او مسلکي پلوه دجرګې د تقنيني، عدلي او قضايي چارو کمېسيون ته راجع کړه او ډاډ يې ورکړ چې د دوی ستونزو ته به رسيدګي وشي.#
پاى_ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.