20 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو تاريخي اثر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شو

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه : د پکتيا ولايت يوه ځوان...

په مارجې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه د هلمند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د کميسيون غونډه پرون د ښځو د چارو د وزيرې په ګډون په مزارشريف ښارکې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: 
د ښځو د چارو وزيرې دلبرنظري په دې غونډه کې په بلخ د ښځو د وضعيت دښه والي يادونه وکړه او ويې ويل: لوږه، وزګارتيا، نا امنۍ او ناوړه دودونه هغه عوامل دي چې په هېوادکې د ښځو په په وړاندې په تاوتريخوالي کې رول لري .
دې له دولتي او غير دولتي بنسټونوڅخه وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د دغې ناوړې پديدې پرخلاف جدي هلې ځلې وکړي.
په دې غونډه کې د هېواد په شمال کې د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون رئيس قاضي سيدمحمدسامع وويل: سږکال په دې حوزه کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي څه د پاسه١٤٠ پيښې ثبتې شوې دي چې يوازې پنځوس مورده يې په بلخ ولايت پورې اړه لري .
د يادونې وړ ده د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي کميسيون د هېواد په ټولو ولايتونوکې د ښځو پرخلاف دتاوتريخوالي او ددغې ناوړې پديدې د له منځه وړلو او د هغو د لارو  چارو د حل په باب کار کوي.
پاى\ ذکرالله \ 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.