25 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې له...

طالبان دنشه يي توکو دتوليد کابو پنځه سوه لابراتوارونه لري .

نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه : دنيويارک تايمز ورځپاڼې...

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ١٩ تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې ديولړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمالیې وزیر په ولسي جرګه کې د غور ولایت له استازو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د لړم د مياشتې٢٣مه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د فوايدعامې وزارت د سرپرست یما یاري، په شتون په ولسي جرګه کې د غور ولایت له استازو سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټولګټو پروژو په پلي کولو، په ځانګړي توګه د غور ولایت له مرکز چغچران څخه په دوولوریو د سړک په جوړېدو، د ښو خدمتونو په وړاندي کولو او د دې ولایت د خلکو په لومړنیو اړتیاوو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې پرېکړه وشوه چې د مالیې وزارت مالي معینیت د فوايدعامې له وزارت سره په همغږۍ د چغچران ښار د مرکز سړک په دوه لوریو، چشت شریف او لعل او سرجنګل د عملي کار ( سروې، ډیزاین او جوړونې) په برخه کې د ۱۳۹۷ مالي کال په ملي بودیجه کې مالي امکاناتو ته په کتو سره اقدام وکړي.پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.