25 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې له...

طالبان دنشه يي توکو دتوليد کابو پنځه سوه لابراتوارونه لري .

نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه : دنيويارک تايمز ورځپاڼې...

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ١٩ تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې ديولړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجراييه رييس امريکا او کاناډا ته روان شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله پرون ديوه جګپوړي هيئت په مشرۍ  په يوه کاري  سفر کې دامريکا دمتحده ايالاتو او دکاناډا  هېوادونو ته لاړ .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې سفر کې به دهېواد اجراييه رييس او ملګري هيئت يې د امريکا دمتحده ايالاتو  او دکاناډاله جګپوړو  مقاماتو سره ليده کاته او خبرې اترې وکړې .
  دهېواد اجراييه رييس  به دغه راز دامريکا دمتحده ايالاتو دکانګرس او دسنا مجلس له غړو سره دافغانستان دحالت او دملي وحدت دحکومت دچلنجونو او پرمختګونوپه پاب خبرې اترې وکړې .
ډاکتر عبدالله عبدالله دواشنګتن  په يوشمير څيړنيزو او تحقيقاتي مرکزونوکې دافغانستان او دسيمې دحالت په باب  ويناوې کوي .
دغه راز ډاکتر عبدالله عبدالله کاناډا ته په خپل سفر کې  دهاليفاکس  په نړيواله امنيتي غونډه کې ګډون او وينا کوي .
وروسته به دافغانستان اجراييه رييس  نيويارک ته لاړ شي  او دملګروملتو دسازمان په عمومي  ټولنه کې به دافغانستان دحالت په اړوندو ملګروملتو دسازمان دکلني پريکړه ليک په باره کې وينا وکړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.