19 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په مارجې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه د هلمند...

په هلمند کې ۲۰ تنه د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاد شول

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوشميروزيرانودمشرانوجرګې په غونډه کې معلومات ورکړل.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه
دمشرانوجرګې دسه شنبې ورځې په غونډه کې،دمالیې،مخابراتو اواقتصاد وزارتونو چارواکو دمخابراتي مشترکینوڅخه دلس سلنه مالیې داخیستلوپه اړه معلومات وړاندې کړل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دا غونډه چې دمشرانوجرګې دریس فضل هادي مسلم یارپه مشرۍ جوړه شوه ، سناتورانو حاجی لطف الله بابا،حاجی صالح محمدلالاګل اودمجلس نورو غړوله چارواکوڅخه خپلې  پوښتنې وپوښتلې اودهغوی څخه یې په ټوله کې دمخابراتي خدمتونو دلس سلنه عوایدو دراټولودڅرنګوالي،پدې لارکې دشته ستونزو اوخڼډونو اوپدې اړه دحکومت راتلونکوګامونوپه برخه کې یې معلومات وغوښتل.
په پیل کې دمالیې وزیراکلیل حکیمي دمالیاتو دراټولولوپه اړتیا او افغانستان  داقتصادي بساینې په اړه اود دونرانو دشرایطو دمعلوماتو ورکولوترڅنګ وویل له مکالماتي خدمتونوڅخه دلس سلنه مالیې اخستل راڼه دي او تراوسه له دي لاري شاوخوا ۹میلیارده افغانی ددولت خزانې ته انتقال شوي دي اوحکومت ژمن دی چې ترراتلونکوشپږومیاشتوپورې له مخابراتي شرکتونو څخه  دعوایدو دراټولولو پرمختللی سیسټم فعال کړي  او یاد سیسټم به وکولای شي چې دمخابراتي شرکتوټولې پخوانۍ او روانې کړنې وڅیړي، له هغوی څخه نظارت وکړي اوکوم عواید چې  له تیروپنځلسوکلونوڅخه راپدېخوا ضایع شوې وي ،مشخص کړي ، هغه خنډونه چې ددې سیسټم پروړاندې موجودې دي دمجلسینوله لورې دجدې نظارت په واسطه به لیرې  اوهغه مغرضین چې غواړي ددې کارپروړاندې خڼد شي ؛څیرې به یې هیواد والوته په ډاګه شي.
دمالیې وزیروویل دراتلونکي مالي کال په ملي بودجه کې دلس سلنه عوایدو دټولیدو څخه ترڅلورو میلیاردو افغانیو دډیرو پیسو وړاندوینه شوې ده او که چیرې مخابراتی مالیات دملي شورا له لورې رد شي د ټولوانکشافي پروژو په پلي کولو به  مستقیمې اغیزې ولرې اوآن ددې مالیاتو ردول به دبهرنیومرستوپه پروسه هم منفي اغیزه ولري ځکه چې افغان حکومت دنړۍ هیوادونو سره ژمنه کړې چې ترراتلونکوڅو کلونوبه خپله ملي بودجه له کورنیو عوایدو تمویلوي.
ورپسې دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست شهزادګل آریوبي په خپلو خبروکې وویل ډیرې هڅې روانې چې دنويو ماشین آلاتو دخریدارۍ او دظرفیت لوړونې وروسته دعواید دراټولیدو نوی سیسټم(بیړنی مدیریت) چې دلوړ کیفیت لرونکی دی په لار واچول شي اوهم موجوده سیسټم دټولو مخابراتي شبکو دعوایدو دراټولیدو دښوولو وړتیا لري او دا عواید دافغانستان بانک څانګي  ته انتقالیږي،نوموړي زیاته کړه دسیمې اونړۍ زیات شمیرهیوادونه په خپلو مخابراتي خدمتونو لوړې ماليې وضع کړي او افغانستان چې دمالي پلوه  زیاتې ستونزې لرې دخپلې ملي بودجې دپیاوړې کیدو لپاره ېې دا اقدام ترسره کړی دی.
آریوبی وویل دمخابراتي مکالماتو اودانټرنټي خدمتونو دبیو دټیټوالي لپاره ګامونه پورته شوي دي او هم مذاکرې روانې دې چې د۴۸۰کیلومتره نوري فایبرشبکې لګښت چې دچین هیواد څخه افغانستان ته راخې یاد هیواد په غاړه واخلي چې ددې پروژې پلي کیدل به افغانستان دپاکستان له وابستګۍ څخه خلاص اوهم به دتیلیفوني فعالیتونو کیفیت لوړکړي،همداراز یې وویل دسیم کارټونو دثبت لپاره هم دمالیې وزارت اودملي امنیت دلوی ریاست سره یو لړکړنې ترسره شوي او هم یې په اړه یو طرزالعمل جوړشوی دی که مخابراتي کمپنۍ به مجبورې کړي ترڅو خپل سیم کارټونه ثبت کړي؛ خوعواید به دټو ثبت شوو او غیر ثبت شوو سیم کارټونو څخه راټولیږي.
نوموړي زیاته کړه د(وتس آپ او تیلیګرام) شبکو محدودول یوآزمایښتي اقدام وو او دکنټرول او امنیت لپاره داکار ترسره شوی وو مګر اوس مهال  دامحدویت لرې کړی شوی دی.
همدارنګه داقتصاد وزارت معین په غونډه کې وویل دمالیې،اقتصاد اومخابراتو وزارتونه ته د ټیلفوني عوایدو دراټولیدو دپروسې  له پیل څخه دنده ورکړل شوې وه ترڅو په ګډه توګه خپل پروګرامونه او ټاکلي طرحې دتخنیکي،روڼتیا،حساب ورکونې،دمکالماتي خبرو مصونیت، دظرفیت لوړونې اودشته سیسټم دپرمختیا لپاره په لاره واچوي چې چارواکو یې دمختلفوغونډو په ترڅ کې دخصوصي سکتور،مخابراتي کمپنیو او نورو اړونده برخوسره خبرې اترې ترسره کړې او پروسه په ښه ډول پرمخ ولاړه چې نن پدې برخه کې دپرمختګ شاهدان یو.خو دغونډي په آزادو بحثونو کي سناتورانو یوځل بیا د ډیورند په فرضي کرښی د اغزن تارلګول اوپه کابل کې د انګلستان سفیردلاس وهونکې وینا په هکله د حکومت په چوپتیا باندي ټینګي نیوکي وکړې اوڅرګنده يي کړه چي حکومت دې ددې موضوع په هکله خپل احتجاج ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي ،ترڅو پاکستان داغزن تارله لګولو څخه مخنیوی وکړي اوهم وویل شول چي د ولسي جرګې یوغړی ادعا لري چي د ډ یورند دکرښې په هکله د پاکستان دلوی درستیز او افغانستان ترمنځ تفاهم شوی دی او په دې اړه باید دولسمشر دریځ روښانه شي ،همداراز په غونډه کي ټینګار وشو چی ددي کرښې په وړاندې یوازې او یوازې دکرښې د دواړو خواوو ولسونو پریکړه دمنلو وړده.
په همدي توګه په غونډه کي بیاهم یوشمیر سناتورانو په ټاکلي وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو ټینګار وکړاو څرګنده يي کړه چي دټاکنو کمیسیونونو د کمیشنرانوترمنځ اختلافونه باید حل شي ، ترڅو دټاکنو له پاره مساعد چاپیریال را منځ ته شي او ځینو نورو سناتورانو بیا د ټاکنیزو شکایتونو د پنځو تنو کارکونکو لیري کول غیرقانوني اوقومي چلند وباله.
همدارنګه په غونډه کې دایران اوعراق په هیوادونو کي د وروستی زلزلې له امله د انساني تلفاتو باندي خواشیني څرګنده شوه او دغړو د ډاډګیرنی مراتب ددې هیوادونو دولتونو او دقربانیانو کورنیو ته څرګند شول.
په غونډه کي سناتورګل محمد رسولي په رسنیو کي د یوتن ترافیک په وهلو خپور شوی خبر يي تحریف شوی وباله اوڅرګنده يي کړه چي زه د یکشنبي ورځي په غونډه کي حاضروم او زما دچلونکي اوترافیک ترمنځ دیوه بیړني ناروغ دلیږدولو په مهال سطحي شخړه شوي اوپه خپله په پیښه کي ښکیل نه وم او دترافیک اوپولیسوقوانینو ته احترام لرم او خپرونکي رسنۍ باید داخبرتصحیح کړي.
همداراز په غونډه کي سناتور لطف الله بابا د ولسي جرګې له خوا د تنباکو او سګرټو دقانون دشلمې مادې له تعدیل څخه یادونه وکړه ،چي ددي له مخي دتنباکو په محصولاتو سل سلنه مالیه ټاکل شوي ده ، چي دا کار دپردیو په اشاره او دپاکستان په ګټه ترسره شوی اوهیله يي څرګنده کړه چي ددي قانون په اړه به مشرانوجرګه اړینه پریکړه وکړي.
دبامیانودوالي په تنظیمی ، خپل سرو او غیرقانوني کړنو باندي نیوکه او دیوه پلاوي له لوري په څیړنه ټینګار، دهلمند د پولیسو له رهبرۍ څخه دخلکو نارضایتی ، دملي شورادغړو دساتونکوله لپاره د مساعد ځای نه شتون ، دهیواد داخلي بيځایه شوو کورنیو او په ځانګړي توګه د شمال ختیځو ولایتونو دبیځایه شوو کورنیودستونزوپه حل ټینګار، په ګمرکونو کي په روڼوالي باندي ټینګار، د دولت وزارت د رالیږل شوي مکتوب لوستل چی په هغه کي جمهور ریس وزارتونو او خپلواکو ادارو ته لارښونه کړي چي دملي شورا د دواړو جرګو له غړو سره باید متوازن چلند وکړي او یولړ نور مسایل مطرح شول.
دمشرانوجرګي ریس دیادو موضوعګانو په جمعبندۍ کي دایران اوعراق د وروستۍ زلزلې له امله خپله خواشینۍ څرګنده کړه ،هیله یې څرګنده کړه چي حکومت دې دامکان ترحده دبشري مرستو په لیږدولو سره خپله همدر دي څرګنده کړي.
فضل هادی مسلم یار د ډیورنډ دفرضي کرښي په اوږدو کي داغزن تارد لګولو په اړه وویل  دپاکستان دابيشرمانه اقدام مجلس ته دمنلو وړ نه دی او دتل په څیر يي غندو؛ که څه هم دهیواد ملي دامنیت شورا د یوي اعلامیې په ترڅ کي په دي اړه غبرګون ښودلی ؛ خو دا کافي نده او حکومت باید هڅه وکړي چي په ملګرو ملتونو کي د ي دا موضوع تر بحث لاندې ونیسي او هم يی له جهادي رهبرانوغوښتنه وکړه چي  د دیورند په فرضي کرښي باندي داغزن تارلګولو په هکله دي خپله ملي وجیبه اداکړي.
دمجلس ریس وویل چي دټاکنیزو شکایتودکمیسیون رییس به دیاد کمیسیون دیوشمیر کارکونکو دمنفکی په اړه  استجواب شي اوهم یي دشکایتونو داوریدو کمیسیون ته دنده ورکړه چې دبامیان ولایت دوالي پرضد رارسیدلي شکایات وڅیړي اوپه هغه صورت کې چې اړتیا ولیدل شي دیاد کمیسیون پلاوی به بامیانو ولایت ته واستول شي.
دمشرانوجرګې رییس دولسي جرګې پرونی پریکړه چې دتنباکو پروارداتویې سله سلنه مالیه وضع کړې دشرم وړ اودملي منافعو پرخلاف وګڼله او وویل دنطرسنجیو پربنسټ کوم هیواد وال چې تنباکو کاروي شمیر یې کم دی  او هغه تنباکو چې دهیواد له لارې نورو هیوادونو ته واردیږي دهغې ځخه  ددولت خزانې ته ډیر عواید انتقالیږي،دمجلس رییس وویل چې هیچ چاته به اجازه ورنکړي ترڅو دپردیو ګټې خوندي او دهیواد ملي ګټې زیانمنې کړي ځکه ډاډمن یم هغه پریکړه چې شوې غیر عادلانه او داقتصادی سیاست خلاف ده او هم دهیواد په ګټه نده.
فضل هادي مسلم یار دتنباکو پر وارداتو دډیرو مالیاتو وضع کیدل دپاکستان اوقاچاقبرانو په ګته وبلل اوڅرګنده یې کړه چې دا پروژه دهغو کسانو له لورې پرمخ ځي چې  دپاکستان دګټو څخه ملاتړکوي اودملي شورا مشرانوجرګه به دهغې په تصویب سره دتنباکو پر وارداتو ددرنو مالیاتو دوضع کیدو پروژه ناکامه کړي.پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.