19 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په مارجې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه د هلمند...

په هلمند کې ۲۰ تنه د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاد شول

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دحزب اسلامي مشر څوک دى ارغنديوال يا حکمتيار ؟ دعدليې وزارت دعبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي په رسميت پيژني .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
په داسې حال کې چې په حزب اسلامي کې درهبرى  دڅرنګوالي  په باب يولړ خبرې شتون لري دعدليې وزارت دعبدالهادي ارغنديوال  په مشرۍ حزب اسلامي يو رسمي حزب بولي .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې وروستيو وختو کې دګلبدين حکمتيار په مشرۍ  حزب اسلامي په کابل کې ددغه حزب دسراسري شورا غونډه  جوړه کړه سره له دې  چې دغه غونډه يوه سراسري غونده وبلل شوه خو دعبدا لهادي ارغندايوال  په ګډون دحزب اسلامي يوشمير کليدي غړو په دې غونډه کې برخه نه لرله .
ښاغلي ارغنديوال  وايي چې حزب اسلامي  دده او ددغه حزب دشپږ څلويښتو تنو موسسو  غړو په نامه دعدليې په وزارت کې ثبت دى .
دحزب يوشمير  غړي وايي چې کلبدين  حکمتيار  نه شي کولاى چې دحزب اسلامي  له پټې  څخه فعاليت وکړي خو داچې په دې حزب کې درهبرى مسئله حل شي .
دعدليې وزارت وياند سره له دې  چې حاضر نه شو چې په دې  باره کې خبرې وکړي خو وايي چې دغه وزارت په يوه رسمي اعلاميه کې په دې اړوند خپل دريځ بيان کړى دى .
دعدليې وزارت په اعلاميه کې په ډاګه کړې ده چې په دې وزارت کې يواځې  دعبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي ثبت دى .
ځينوسرچينو ويلي دي چې دګلبدين حکمتيار  حزب اسلامي خپل سياسي فعاليتونه پرته له دې چې دعدليې په وزارت کې ثبت شوى وي پيل کړي دي
دګوندونو له قانون سره سم دوه ګوندونه په يوه  نامه نه شي کولاى فعاليت وکړي .   ختم_  ف _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.