11 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په ننګرهار کې  دوسله  والوطالبانو له خوا ددوو تنو ملکي وګړو  وژل کيدل

په ننګرهار کې دوسله والوطالبانو له خوا ددوو تنو ملکي وګړو وژل کيدل

کابل باختر دليندي نولسمه : وسله والو طالبانو دوه...

په کندز کې  ددولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

په کندز کې ددولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دليندي نولسمه : دولس تنه ډار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ریکا اوومه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني اختتامیه وینا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم پنځه ويشتمه :
په ریکا اوومه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني اختتامیه وینا
۱۳۹۶ د لړم ۲۴مه
عشق آباد، ترکمنستان
د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب میریدوف،
جلالتمآبانو،
ښاغلو او آغلو،
په داسې حال کې چې مونږ د افغانستان په اړه د سیمه ئیزې اقتصادي همکاریو سازمان د اوومې غونډې په پای کې یو، غواړم د تیرو دوو ورځو په اوږدو کې د ریکا اوومې ناستې په بیلا بیلو برخو ستاسو ټولو د فعاله ګډون  له امله  یو ځل بیا د زړه له کومې مننه وکړم.
د ریکا پلاټفورم سږنۍ ناسته کې د ټولې نړۍ له ۲۵۰ څخه ډیرو پلاوو او تقریبا په همدې اندازه د افغانستان، ترکمنستان اود سیمې هېوادونو د خصوصي سکتور استازو د ریکا سوداګرۍ ناسته او اړوندو ناستو کې ګډون کړی و.
د ریکا تر چتر لاندې ګډون کوونکو دغه زیاتیدونکی شمیر د ریکا په پراخه سیمه کې د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ او همغږۍ زیاتولو لپاره د عامه او خصوصي سکتور تمایل او ژمنو منعکسونکی دی.
له فرصت څخه په ګټه اخیستنې، غواړم له ټولو قدرمنو پلاوو څخه د سیمه ایزو همکاریو د پیاوړي کولو لپاره د دوی د ژمنو بیا نوې کولو او په ځانګړي ډول د ریکا تر چتر لاندې زمونږ له ډله ایزو هلو ځلو څخه د دوی د ملاتړ له امله مننه وکړم.
زه، د اقتصادي پراختیا، سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره د افغانستان حکومت او ولس د هلو ځلو څخه د ملاتړو د ژمنې څرګندولو له امله، له تاسو ټولو څخه مننه کوم.
لکه څرنګه چې د نن ورځې په ویناوو کې یادونه وشوه، د برښنا پروژو څخه نیولې تر ټرانسپورټ دهلیز او ډیجیټلي نښلونې پروژو د ګډو لومړیتوبونو پروژو په برخه کې شوې پرمختګونه هیله بخښونکي دي. همداراز د لاجورد لارې هوکړه لیک چې نن ماسپښین لاسلېک شو زمونږ د ګډو لاسته راوړنو یوه څرګنده بیلګه ده.
که څه هم، د دغه لاسته راوړنو دوامداره ساتلو او د سیمه ایزې همکارۍ او همغږۍ لا زیاتولو لپاره، مونږ اړ یو څو د ګډو ننګونو او زمونږ د لومړیتوب پروژو د تطبیق په وړاندې د خنډونو له منځه وړلو لپاره خپلې ګډې هلې ځلې لا زیاتې کړو.
د ریکا اوومې ناستې اعلامیه چې مخکې تصویب شوې، د هرې پروژې لپاره د حس کیدونکو پایلو په درلودلو سره ارزښتناکه د لارې نخچه وړاندې کوي. زه باور لرم چې په دغه اعلامیه کې د نویو ژمنو په اتکاء او د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ  وروستی قوي تحرک سره به په پراخه سیمه کې زموږ د سوداګرۍ پراخولو، ثبات او سوکالۍ لپاره ګډ لرلید رانږدې کړي.
مونږ د نوې تګلارې د تعقیب له لارې لکه څنګه چې د ۲۰۱۷ کلنۍ څیړنې راپور کې يی یادونه شوې د ریکا لا پیاوړي کولو ته ژمن یو.
یو ځل بیا، له تاسو ټولو څخه مننه کوم چې په تیرو دوو ورځو کې له مونږ سره وۍ او فعاله ګډون مو درلود. همداراز د فرصت څخه په استفادې یو ځل بیا د ترکمنستان حکومت څخه د ریکا اوومې ناستې د کوربه توب او ښې میلمه پالنې له امله مننه کوم.
هیله لرم چې خپلو هېوادونو ته د بیرته تګ په وخت کې ښه سفر ولرې او د ریکا په راتلونکو ناستو کې ستاسو راتګ ته سترګې په لار یم.

Last modified on Thursday, 16 November 2017 12:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.