11 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په ننګرهار کې  دوسله  والوطالبانو له خوا ددوو تنو ملکي وګړو  وژل کيدل

په ننګرهار کې دوسله والوطالبانو له خوا ددوو تنو ملکي وګړو وژل کيدل

کابل باختر دليندي نولسمه : وسله والو طالبانو دوه...

په کندز کې  ددولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

په کندز کې ددولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دليندي نولسمه : دولس تنه ډار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: د حکومت تعهد دا دی چې د هېواد د ورزشکارانو ملاتړی وي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختردليندۍ دمياشتې ٣نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د بدني روزنې او سپورت لوی رئیس حفیظ الله ولي رحیمي د معرفي په مراسمو کې ګډون وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې پرځاى شول، د ورزش مخکښانو، یو شمېر مډال راوړونکو  او اتلانو هم حضور درلود، لومړی د بدني روزنې او سپورت لوی رئیس حفیظ الله ولي رحیمي خبرې وکړې او د جمهوررئیس له باور څخه په مننې یې وویل، په هېواد کې د جګړو له امله، ورزشي زېربناوې او امکانات له منځه تللي او په وروستیو کلونو کې ورزش ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او ځینو لاسته راوړنو هم فردي جنبه لرله.
هغه زیاته کړه: د دې وخت رارسېدلی دى چې له بېلابېلو ورزشي برخو سره په همغږۍ د ورزشي ټولنې پر وړاندې شته لاملونه او ستونزې تشخیص او له منځه یووړل شي.
ولي رحیمي وویل: د ورزش په سکتور کې د اصلاحاتو په راوړلو سره به په افغانستان کې د ورزشکارانو لپاره غوره زمینه برابره شي.
وروسته د هېواد جمهوررئیس خبرې وکړې او د ورزش د مخکښانو، مډال راوړونکو او اتلانو ګډون څخه په مننې یې وویل، نن د خوښۍ ورځ اود ویاړ ځای دی چې پخوانی او اوسنی نسل په ورزش کې یو ځای شوی دی.
هغه د ورزش په ډګر کې له ویاړ ګټونکو څخه په مننې وویل: زموږ اساسي موخه داده چې د جنګ ډګر د ورزش په ډګر بدل کړو.
جمهوررئیس څرګنده کړه، ورزش هغه وسیله ده چې موږ له یو بل سره نږدې کوي. هغه زیاته کړه، موږ هر اړخیزه طرحې ته اړتیا لرو چې د ورزش ټولو اړخونو ته په کتو ورته پاملرنه وکړو.
جمهوررئیس غني وویل: د حکومت تعهد دادی چې د هېواد د ورزشکارانو ممد او ملاتړی وي او د هغوی لپاره  منابع جذب کړي او هیله لرو چې د هېواد ورزش، مسلکي، د یووالي وسیله او  د ملي ویاړ لامل شي.
هغه زیاته کړه، د ورزش په برخه کې کوچنۍ نقطې باید زموږ د سترو هدفونوخنډ نشي. موږ باید لاسته راوړنې زیاتې کړو، ځکه د ورزشکارانو هره بریا د ټولو هېوادوالو د خوښۍ لامل ګرځي.# پاى-ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.