16 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دشاه ولي کوټ  په ولسوالۍ کې  دشلو تنو مخالفانو وژل کيدل

دشاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې دشلو تنو مخالفانو وژل کيدل

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه : شل تنه وسله وال مخالفان...

د ٣٥٧ مليونو افغانيو په ارزښت  پنځه قراردادونه لاسليک شول .

د ٣٥٧ مليونو افغانيو په ارزښت پنځه قراردادونه لاسليک شول .

-کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه : دبريښنا شرکت اجرايوي لوى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دجمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله وال پوځ داعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردليندۍ دمياشتې ٣نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ داعلی سرقوماندانۍ غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې لومړی د امن او عامه نظم قوماندانۍ له لوري د بلوا ضد قطعې په اړه د نشر شوي ليک په باب چې عامه ذهنونه یې مغشوش کړي وو، راپور واورېدل شو.
غونډې د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه حقایق او ترسره شوي اقدمات خلکو ته ورسوي او دغه راز لوی څارنوالۍ ته دنده وسپارل شوه چې د یاد ليک د نشر په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي اود کورنیو چارو وزارت دې له لوی څارنوالۍ سره په دې اړه هراړخیزه همکاري وکړي.
جمهورر‎ئیس غني ټینګار وکړ، د افغانستان د جمهوررئیس په توګه هیڅ فرد او بنسټ ته اجازه نه ورکوم چې تفرقه اچوونکي مسایل ترسره کړي اوله دې ډول کسانو او بنسټونو سره به د هېواد د نافذه قوانینو مطابق جدي او غوڅ چلند وشي.
دغه راز په غونډه کې د ۱۰۱ اسمایي زون قوماندانۍ د معیشتي وضعیت په اړه د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندانۍ د تفتیش راپورونه واورېدل شول او د یادو ستونزو د حل په اړه یې کورنیو چارو وزارت ته لازمې لارښوونې وشوې.
وروسته د کابل –حیرتان او کابل-تورخم د لویو لارو په اوږدو کې د ناقانونه اخاذو په اړه د لوی څارنوالۍ او ترانسپورټ وزارت راپور واورېدل شو او اړوندو مسوولینو ته د یادو شویو اخاذو د مخنیوي په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.
په همدې ترتیب د وسله وال پوځ داعلی سرقوماندانۍ غونډې د فراه، ارزګان، فاریاب، جوزجان، بغلان، لغمان، غزني اود کندهارد ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولانو ته یې په دغو ولایتونو کې د امنیتي حالت د ښه ‌والي په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پای کې د نشه یي توکو د پروسس د فابریکو د لمنځه وړلو په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اقدامات وستایل  شول او  ټینګار وشو چې یاد اقدامات دې د یوې پالیسۍ په توګه دوام ومومي.# پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.