16 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دشاه ولي کوټ  په ولسوالۍ کې  دشلو تنو مخالفانو وژل کيدل

دشاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې دشلو تنو مخالفانو وژل کيدل

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه : شل تنه وسله وال مخالفان...

د ٣٥٧ مليونو افغانيو په ارزښت  پنځه قراردادونه لاسليک شول .

د ٣٥٧ مليونو افغانيو په ارزښت پنځه قراردادونه لاسليک شول .

-کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه : دبريښنا شرکت اجرايوي لوى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جلال اباد کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردليندۍ دمياشتې ٣نيټه :
ترهګرو پرون د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند کمپونو سیمه کې د ترهګریز  برید په پایله کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ترهګرو ته درانده زیانونه اړولي دي چې دوی د خپلې ماتې د پټولو لپاره په دغه ډول جنایتونو لاس پورې کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس دغه وحشيانه عمل په کلکو ټکو غندي او اړوندو مسوولانو ته لارښوونه کوي چې د پېښې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.
جمهوررئیس غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی (ج) په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.# پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.