19 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: ٩ تنه وسله وال طالبان په...

 په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: په ننګرهار ولايت کې له زرو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د ملي وحدت له حکومت سره د ملاتړ لپاره غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

هرات باختر د ليندي  پنځلسمه :
په لويديځه حوزه کې د عمراني پروژو د جوړولو او د نظام او د ملي وحدت د حکومت له پلانونو سره د ملاتړ په موخه پرون په هرات ښارکې يوه غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې چې د سلګونو تنو هراتيانو په ګډون جوړه شوه وينا والو د ملي وحدت له حکومت سره د ملاتړ د اعلامولو ترڅنګ د قندهار غونډه چې په دې وروستيو وختوکې جوړه شوه؛ وغندله .
د دغې غونډې برخه والو څرګنده کړه چې اوسني حکومت له اوسنيو ستونزو  څخه د وتلو لپاره ملاتړ ته اړتيا لري او نيوکې نه شي کولاى د حکومت ستونزې حل کړي .
په همدې حال کې د هرات د ولايتي شورا رييس هم څرګنده کړه چې په حکوړمت نيوکې دې بايد په مستند ډول طرحه شي چې وکولاى شي د هېواد د حالاتو د ښه والي زمينه برابره کړي .
دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې ده چې تېره اوونۍ د هېواد يوشمېر مشرانو د حالاتو د څيړنې په موخه په قندهار ولايت کې راغونډ شوي وو .
  ختم_  عطاالله – اکرم

Last modified on Wednesday, 06 December 2017 12:11

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.