17 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

کابل باختر دزمري ٢٦: دهېواد د خپلواکۍ ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان دعالمانو سراسري شورا : // دترامپ تصميم ظالمانه او غيرمسوولانه دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل \ باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
دافغانستان دعالمانو سراسري شورا  دامريکا له  جمهوررئيس څخه غوښتي دي چې ډير ژر دې  داسرائيلو درژيم دپايتخت په توګه  دبيت المقدس د  په رسميت پيژندلو په باب له خپل غيرمسوولانه تصميم څخه تير شي .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا په اعلاميه کې  چې نن خپره شوه ويل شوي دي ؛   چې دافغانستان دعالمانو سراسري شورا دامريکا دجمهوررئيس دونالد ترامپ له خوا دغاصب اسرائيل  ديرغلګر  او صهيونستي رژيم دپايتخت په توګه دمسلمانانو دلومړۍ قبلې  بيت المقدس  دپه رسميت پيژندلو اعلام په کلکه  غندي او هغه  دټولو بشري موازينو او نړيوالو قوانينو پرخلاف بولي .
ترامپ په خپل دغه ظالمانه اقدام سره دنړۍ  دڅه دپاسه يو نيم مليارد مسلمانانو زړونه په ژوره توګه ټپي کړل  چې طبيعي ده ناوړې پايلې لري  او دناوړو پيښو او دستونزو دزياتوالي سبب به شي .
ددې لپاره چې  په سيمه کې دنويو ستونزو دپيدا کيدو مخه ونيول شي  بايد ډير 
ژر  دامريکا حکومت خپل دغه غيرمسوولانه تصميم  بيرته واخلي او دنړۍ دمسلمانانو  دولولو درناوى وکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.