16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غني خېلو ولسوالۍ کې د ځانمرګي واسکټ ترلاسه کېدل

جلال اباد باختر د چنګاښ ۲۵ مه افغان ځواکونود ننګرهار ولایت...

په هلمند کې د ۸ تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

لښکرګاه باخترد چنګاښ ۲۵ مه د هلمند ولایت په ناوې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسترې محکمې دعالي شورا په غونډه کې يولړ موضوعګانې وڅيړلې شوې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دليندي  يو ويشتمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دسترې محکمې درييس قانونپوه سيد يوسف  حليم په مشرۍ  غونډه وکړه او په اجندا کې  نيولې شوې موضوعګانې يې وڅيړلې .
  دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ.  شورا لومړى دجزايي دعوا داقامه کولو او محکمې ته ددوسيې داحاله کولو په باب دجزايي اجرااتو دقانون دديارلسم فصل  دحکمونو پربنسټ ، څرګنده کړه ددغه بهير  قانونيت دڅارنوالۍ دادارې له خوا  دجزايي اجرااتو دقانون د ١٧٥ مادې په  حکم کې دليکل شويو  شرايطو درعايتولو غوښتنه کوي او څارنوال مکلف دى چې داتهام ليک دتاييد په صورت کې ددعوا داقامه کولو ، تورنو کسانو اويا دهغوى دمدافعو وکيلانو ته ددعوا دصورت دسپارلو ، په سمه توګه ددوسيې د پاڼو دتنظيم او تورن اومجني عليه ته دخبرورکولو او محکمې ته ددوسيې داحاله کولو په برخه کې لازم پروسيجري  اجراات ترسره کړي او دمحاکماتي څيړنو لازم قانوني  مقدمات برابر کړي  وروسته  په جزايي  قضيو کې دبيا کتنې يوشمير غوښتن ليکونه چې دوژنې ، غلا ،  انسان تښتونې ، هېواد ته دخيانت او د نشه يي توکو قضيې  پکې شاملې وې دلوى څارنوال دمرستيال  څارنپوه ډاکتر علامه  او دهغو دهمکارانو او دمحکومينو دنږدې خپلوانو په شتون دعالي شورا په دې غونډه کې وڅيړل  شول او دهغوى دغوښتنو  په باب  دجزايي  اجرااتو د قانون د ٢٨٢ مادې په حکم کې  دليکل شويو شرايطو په پام کې نيولو سره لازم تصميمونه ونيول شول .
  وروسته ديوشمير رسيدلو استهداګانو په باب خبرې وشوې او په يوه مدني دعوا کې د ذواليدي ستونزې په برخه کې دکابل  ولايت داستيناف  محکمې رياست داستهدايې  په وړاندې لارښوونه وشوه چې دسترې محکمې دمصوبو او متحد  المالونو له مخې هغه يد حادث  چې ددعوا په بهير کې په مدعي بها رامنځته  کيږي  اعتبار نه لري له دې امله  څرنګه چې ددعوا د شکلياتو او ماهيت  څيړنه دمحکمو له دندو څخه  دى   ښه به وي واکمنه محکمه ديد حادث دلرې کولو او حقيقي ذواليد ته  دهغه داعاده کولو په باب دقانون له حکمونو سره سم لازم تصميم  ونيسي .
په همدې ترتيب  په تنفيذ کې داشکالو ديوې موضوع په اړوند ددايکنډي  ولايت داستيناف محکمې رياست داستهدايې  په باب لارښوونه وشوه چې په بحث وړ پريکړه کې په دې دليل چې ابتداييه هيئت دځمکې اندازه مشخصه کړې ده او دهغې له مخې  دبېې ټاکنه او دمحصول اخستل ترسره  شوي دي له دې امله پريکړه په همدې  محدوده کې دتطبيق  وړ ده او په نوروساحو کې دې ددولت دقضايه او اداره دعامه حقوقو دساتندوى په توګه په واکمنه  محکمه کې دعوا اقامه کړي .
دغه راز په دې باب  چې يوشمير اشخاص او افراد دشهيدانو او معلولينو رياست له لارې  دخپلو پخوا برابرو شويو  وثيقو دتصحيح غوښتونکي  دي دنافذو قوانينو او تعليمات نامو دحکمونو په رڼا کې  څرګنده شوه چې دوثيقيې  تصحيح په داسې  حال کې  چې دجعل او تزوير  تر ادعا لاندې  نه وي او دوثيقې  په حقيقت او ماهيت کې  دبدلون سبب  نه شي کوم خنډ  شتون نه لري اوهم که چيرې دشهيدانو ځينې نفقه خور پاتې کسان په پخوانۍ  وثيقه کې  له ليکنې څخه پاتې شوې وي موضوع دنوي وثيقې  دبرابرولو غوښتنه کوي او سربيره پردې په هغه صورت کې چې دحصر  دوثيقې  سرپارچه  دشهيد نفقه خورپاتې کسان شتون ونه لري   داړتيا دلرې کولو په خاطر دې دکندې له مخې  مثنى برابره او که چيرې دوثيقې کنده دپيښو له امله له منځه تللي وي دهمسالو او نظايروملاحظې  سره دې سرپارچې  ته اعتبار ورکړى شي چې دشهيدانو نفقه خورو وارثانو ته اسانتيا برابر ه شي .
دغه راز دکابل ولايت داستيناف محکمې رياست دپيشنهاد په وړاندې  داستيناف  محکمو دمدني ديواونو دچارو زياتوالي ته په پاملرنې  سره دوصايت خط او قيم خط  دوثيقو دبرابرولو صلاحيت دحصر وراثت  دوثيقو  دبرابرولو تر څنګ د سندونو او وثيقو دثبت امريتونو ته ورکړى شو او دقضايي  مرافق دتوحيد په مقصد دارالانشا ته لارښوونه وشوه چې په دې برخه کې خواره واره تصويبونه دې راټول  او دسترې محکمې دعالي  شورا يوې غونډې ته دې وړاندې کړي .
سربيره پردې دسترې محکمې دعالي شورا په غونډه کې  په مدني او جزايي قضيو  کې دمحکمې دبدلون  اووه غوښتن ليکونه هم د اجندا برخه وه  چې په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Wednesday, 13 December 2017 05:18

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.