17 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په تخار ولايت کې  ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

په تخار ولايت کې ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دملي امنيت دلوى رياست منسوبانو...

 دکوچنيو  پروژو په پلې کولو کې داقتصاد دوزارت داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

دکوچنيو پروژو په پلې کولو کې داقتصاد دوزارت داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : داقتصاد وزارت دکوچنيو پرمختيايي...

پوهاند محمدر سول باوري :  دنيمروز څلې  سروې کيږي .

پوهاند محمدر سول باوري : دنيمروز څلې سروې کيږي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دنيمروز له ولايت څخه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجرائيه رئيس: ټاکنیز کمېسیونونه دې له هر ډول لاسوهنې پرته خپلې چارې پرمخ یوسي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو او سیاسي ګوندونو تر عنوان لاندې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا له لوري جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد اجرائيه رئيس په ټاکنو او سیاسي ګوندونو کې د ښځو ونډه حیاتي او مهمه وبلله او ویې ویل، له بده مرغه چې د ملي یو والي حکومت په شمول په تېرو شپاړلسو کلونوکې حکومت د ګوندونو د سالمې ودې او پکې د ښځو د رول پياوړتیا ته کار نه دی کړی.
اجرائیه رئيس د ګوندونو قانون د تعدیل او پکې د ښځو د ونډې زیاتوالي نه ملاتړ اعلام کړ او ویې ویل، چې پارلمان دې هم په دې برخه کې همکاري وکړي.
هغه وویل، چې د ټاکنیزو کمېسیونو د اصلاح په کمېسیون کې ډېر بحث پر دې و چې په ټاکنوکې دې ګوندونو ته هم یوه فیصدي ورکړل شي؛ خو وايي چې ځینو کړیو د یادې مسئلې په قومي کولو سره دا فرصت له منځه یوړ.
اجرائيه رئيس سره له چې د ټاکنو نوی قانون یې له ښېګڼو ډک وباله ویې ویل چې په یاد قانون کې په ټاکنوکې ګوندونو ته سهم ورکول نه دي شامل شوي او دا یوه خلا ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې په ټاکنو او سیاسي ګوندونوکې د ښځو د حضور د ډېرېدو د زمینې برابرولو ته ژمن دي، دی او جمهور رييس له دې طرحې ملاتړ کوي.
اجرائيه رئيس د ټاکنو په عادلانه او شفاف ډول ترسره کېدو د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ چې کمېسیونونه دې په ناپېيلي ډول خپلې چارې مخ ته یوسي او هیچا ته دې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
هغه وویل: دمګړۍ بې باورۍ او په ځينو برخوکې بې تفاوتۍ شته. دا باید دوام پيدا نکړي. ټاکنیز کمېسیونونه باید خپلې چارې په بشپړ استقلالیت مخکې یوسي. په سختو حالاتوکې کمېسیون کار کړی.
اجرائيه رئيس له سیاستوالو، مدني ټولنو او ټولو افغانانو وغوښتل چې په ګډه د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره کار وکړو څو ستونزې حل او راتلونکي ټاکنې د خلکو له هیلو سره سم ترسره کړو.
نوموړي هر څه ژر د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوه کمبود غړي د معرفي کېدو ژمنه هم وکړه او ویې ویل، چې کميسیونونه دې هم په خپلو ګومارنو کې د ښځو استخدام ته پاملرنه ډېره وکړي.
هغه له ځوانانو او مدني فعالانو وغوښتل چې له روانو جریاناتو څخه ناهیلي نشي، بلکې خپلې پرحق غوښتنې تل مطرح کړي او دوی یې تر شا ولاړ دي.
په همدې حال کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایي مشر محمد یوسف رشید په هېواد کې د ګوندونو په ناسم وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل چې تر اوسه ګوندونه نه دي توانېدلي چې برنامه محور، فراګیر او له قومي او سمتي مسایلو را بیرون شي.
هغه وویل، چې په سیاسي ګوندونوکې د ښځو ونډه په نشت حساب ده او غوښتنه یې وکړه، چې سیاسي ګوندونه باید د ښځو ونډې ته پاملرنه وکړي او هغوی په رهبرۍ کې شریکې کړي.
همدارنگه د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ، د جمهور رييس سلاکارې او د جمهوري غوښتونکو ګوند مشرې اغلې عادله بهرام او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال وسیمې بادغیسي هم غونډې ته وینا وکړه او په ټاکنوکې یې د ښځو د ګډون په زیاتوالي او په سیاسي ګوندونو په رهبرۍ او پرېکړه کوونکو پروسوکې د هغوی د شاملولو په اړه یې خبرې وکړې.
په پای کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ په سیاسي ګوندونو کې د ښځو د ونډې د پياوړتیا په اړه خپله طرحه اجرائيه رئيس ته وسپارله.#
پاى_ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.