19 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: ٩ تنه وسله وال طالبان په...

 په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: په ننګرهار ولايت کې له زرو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ترامپ: په افغانستان کې د امريکا ماموريت پراخيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦  نيټه  :
جمهور رئيس ترامپ د افغانستان په جګړه کې نوى پروګرام ترلاسه لاندې نيولى دى.
د باختر آژانس خبريال ليکي:
د امريکا د نوي تصميم له مخې، د دغه هېواد ځواکونو د ډار اچوونکو پرخلاف  جګړه کې ګډون کوي.
د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى کې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې جګړه پاى ته رسيدونکې اعلام کړه او خپل جنګي ماموريت يې په ملاتړيز ماموريت بدل کړ. خو د وروستيو دوو کلونو په پرمختياوو سره چې د افغانستان وسله والو  مخالفينو په يولړ پراخو تحرکاتو لاس پورې کړ، اوس امريکا اړ شوې ده چې د افغانستان په وړاندې خپل پروګرامونه بدل کړي.
لکه څرنګه چې جمهور رئيس ترامپ په دې وروستيو وختوکې د دغه هېواد د سنا مجلس ته د يو ليک په ترڅ کې د افغانستان په وړاندې د امريکا نوى ماموريت  تعريف کړى دى او ويلي يې دي چې امريکايي ځواکونه به له دې وروسته په مستقيم ډول په جګړه کې ګډون وکړي او دغه راز افغان ځواکونو ته د روزنې  او سلامشورې په ورکولوکې ونډه واخلي.
ترامپ په دې ليک کې يوشمېر هدفونه په ډاګه کړي دي چې د اوباما ادارې هغو ته پاملرنه نه وه کړې.
دغه هدفونه د القاعده او داعش او د هغو نورو کسانو په وړاندې چې له القاعدې سره د مستقيم ملاتړ زمينه برابروي؛ لازم اقدامات او د ډار اچونې پرخلاف د عملياتو  ملاتړ شامل دي .
جمهور رئيس ترامپ کانګرس ته خبر ورکړى دى چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې  جنګيږي چې د ار اچوونکي يو ځل بيا افغانستان خپل پټنځاى   ونه ګرځوي او د دې وړتيا ونلري چې امريکا ته ګواښ وکړي.
امريکا د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي چې د جګړې په ډګرکې له طالبانو سره مقابله وکړي  .
دغه راز امريکا د هغه سياسي بهير چې په افغانستان کې د دايمې سولې سبب شي؛ ملاتړ کوي.
جمهور رئيس ويلي دي چې دغه هدفونه له هغې ستراتيژۍ سره برابر دي چې نوې اعلام شوې ده او د هغه هدف د جګړې په ډ ګرکې طالبانو ته ماتې ورکول دي  چې هغوى اړ کړي ترڅو د افغانستان له حکومت سره د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.
په همدې حال کې د امريکا د دفاع  وزارت کانګرس ته يوه رپوټ کې ليکلي دي  چې طالبان نور نه شي کولاى د جګړې په ډګر کې بريالي شي .
د دغه رپوټ له مخې: طالبان د جګړې په دې فصل کې ونشو کړاى د خپل نظر وړ مهمو هدفونو ته ورسيږي. 
په دغه رپوټ کې دغه راز له طالبانو څخه د ګاونډيو هېوادونو ملاتړ ته اشاره شوې ده او ويل شوي دي چې طالبان او د حقاني ډله په آزادنه ډول په پاکستان کې تګ راتګ کوي   .
په رپوټ کې دغه راز  له طالبانو څخه د ايران او روسيې د ملاتړ يادونه هم شوې ده او له هند څخه په سيمه کې د افغانستان  د باوري شريک په توګه يادونه شوې ده چې د افغانستان د پراختيا په برخه کې زياته ونډه لري.
افغانستان تل د ګاونډيو هېوادونو د سياسي لوبو ډ ګر و، آن دغو هېوادونو  افغانستان د خپلو نيابتي جګړو په ډګر بدل کړى دى.
د افغانستان دولت او خلک په دې ټينګار کوي چې يوازې له تروريزم څخه يوشان تعريف کو لاى شي په سيمه کې له ډار اچوونکو سره د مبارزې بهير ګړندى کړي په داسې حال کې چې داسې هېوادونه شته چې ډار اچوونکي د خپلو هدفونو لپاره يوه وسيله بولي.
پاى \ ج\ ذ

Last modified on Sunday, 17 December 2017 12:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.