19 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: ٩ تنه وسله وال طالبان په...

 په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: په ننګرهار ولايت کې له زرو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنيت سلاکار له خپل امريکايي سيال سره د سياسي همکاريو د اجرايي چوکاټ د تطبيق په باب خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦  نيټه  :
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له خپل امريکايي سيال سره د ويډيوکنفرانس له لارې خبرې وکړې، د نويو سياسي همکاريو د اجراييوي چوکاټ (د افغانستان  او امريکا ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو د ميثاق) په باب خبرې وکړې.
  د ملي امنيت شورا د دفتر يو خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو خبروکې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر او د امريکا د ملي امنيت سلاکار مک مستر د سيمې د امنيتي او سياسي حالاتو په باب د خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې د مسئلو، له تروريزم سره  د مبارزې او د سيمه ييزو همکاريو په باب خبرې اترې وکړې او په دغو برخوکې يې په زياتو هلو ځلو ټينګار وکړ.
دغه راز د هېواد د ملي امنيت سلاکار له مک مستر سره د دغو اړيکو د دوام په باب هم موافقه وکړه چې په دوامدار ډول په افغانستان کې د امنيت او ثبات د ښه والي په خاطر خبرې اترې وکړي.
پاى \ ج\ ذ

Last modified on Sunday, 17 December 2017 12:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.