12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کندز ولايت د اړوندو ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز د کلسترکولو پروګرام پيل شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د کندز ولايت د مرکز او...

سل انځور شوي آثار نندارې ته وړاندې شول

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د دوو تنو انځورګرانو...

د افغانانو د سولې طرحه د هند له سفير سره د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين د کتنې محور

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لوګر کې د اساسي قانون په نوم يو سالون ونومول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پل علم \باختردمرغومي دمياشتې٢٢نيټه :   
د لوګر ولايت په پل علم ښارکې يو ستر سالون پرون  داساسي قانون په نامه ونومول شو .
د باختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛  په هغې غونډه  کې چې  داساسي قانون د څوارلسم تلين په وياړ د لوګر ولايت  په مقام کې  دامنيه قوماندان پاسوال عصمت الله  عليزي  او نورو ملکي او پوځي مسوولانو په ګډون جوړه شوې وه،  د لوګر والي محمدحليم فدايي ووويل ؛   هيڅوک نه شي کولاى چې  اساسي قانون  چلنج کړي   او هر هغه څوک چې  په هره  نامه اساسي قانون نقض کړي ، باغي دى.
ده ټولو دولتي ادارو ته لارښونه ورکړه چې، داساسي قانون د ښه تطبيقولو په خاطر دې  په ابتکاري ډول يوه  برنامه جوړه کړي .د لوګر ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ ريېس محمدشفيق پوپل  په دې غونډه کې وويل  چې، ډير د خوشحالۍ ځاى دى  چې د داسي يو جامع قانون لرونکي يو او په  همدي خاطر بايد  زموږ ټول  خدمتونه د قانون په رڼا کې وي.دغه نوى سالون چې د دوه زره دوه سوه تنو ظرفيت لري  داساسي قانون په نامه نومول شوى چې نږدې راتلوونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.       پاى \ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.