23 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې  له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دبهرنيو چارو وارت سياسي معين...

 دترانسپورت  دوزارت وياند: دملي بـس  ٣٥٠ زاړه موټرونه  ترميميږي .

دترانسپورت دوزارت وياند: دملي بـس ٣٥٠ زاړه موټرونه ترميميږي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دترانسپورت وزارت وياند حکمت الله...

 په کندز  ولايت کې  دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه  پرمخ  ځي .

په کندز ولايت کې دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه پرمخ ځي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : ٣٨٠٠٠ تنه کندزيان تذکرې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د هسپانیې د دفاع له وزیرې سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختردمرغومي ٢٩ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون د هسپانیې دشاهي دولت د دفاع له وزیرې ماریا دولرس دیګاسپیتال سره  چې د لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکر.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه،د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامي، اوددغه  وزارت لوی درستیز ډګر جنرال محمدشریف یفتلي هم حضور درلود. د هېواد جمهوررئیس د هسپانیې د دفاع وزیرې او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه.
د هسپانیې د دفاع وزیرې د خپل هېواد د رهبرۍ نېکې هیلې جمهوررئیس  او د افغانستان حکومت رهبرۍ ته وړاندې کړې او افغانستان ته یې په خپل سفرخوښي وښوده.
د هېواد جمهوررئیس په تېرو کلونو کې په بېلابېلو په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې له افغانستان سره د هسپانیې د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه.
د هسپانیې د دفاع وزیرې ماریا دولرس وویل، هېواد به یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په ځانګړي ډول د افغانستان دځانګړو  ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې  خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
هغې زیاته کړه، په افغانستان کې به دهسپانیې د ځواکونو شمېر زیات شي چې یوازې د ځانګړو  ځواکونو د روزنې دکچې په لوړولو به تمرکز وکړي.
دواړو لورو د امنیتي همکاریو او پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. د هېواد جمهوررئیس د افغانستان او هسپانیې ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.#پاى- ف

Last modified on Friday, 19 January 2018 14:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.