21 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه په بزګرانو  تراکتورونه وويشل شول .

دفراه په بزګرانو تراکتورونه وويشل شول .

کابل باختر د کب لومړى : نهه تراکتورونه ...

 په بدخشان کې څلور روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړ شول .

په بدخشان کې څلور روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړ شول .

کابل باختر د کب لومړى : دبدخشان دڅلورو ولسواليو روغتيايي مرکزونه...

  دننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه .

دننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه .

کابل باختر د کب لومړى : دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د ځدراڼوله مشرانو او ځوانانو سره په کتنه کې: په اقتصادي زون د لویې پکتیا د بدلولو پلان لرو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې  دريمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د ځدراڼو قوم له مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه، بخت محمد ځدراڼ، ولي خان بشرمل، قاضي محمد عمر ببرکزي، ډاکټر عبدالحکیم او قومي مشر حاجي مرک د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال له حکومت، جمهور رئیس او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل ټینګ ملاتړ ترڅنګ وویل، دځدراڼو قوم چې تل د هېواد د دفاع او د دولت د پیاوړتیا په برخه کې قربانۍ ورکړي، نو هیچاته به د نظام د کمزوري کولو اجازه ورنه کړي.
دغو ویناوالو د اقتصادي او لویو پروژو د تطبیق، فعالې ډيپلوماسۍ او د فساد پرضدد مبارزې په برخو کې د حکومت لاسته راوړنې او د جمهور رئیس کوښښونه د قدر وړ وبلل. هغوی زیاته کړه، دولت لویه پکتیا په ځانګړي ډول ځدراڼو قوم تل د امتیاز، بیا رغاونې او حق ورکولو په وخت کې هېر شوي چې ښکاره بېلګه یې په ځدراڼ مېشتو ولسوالیو کې د لېسو نشتوالی دی.
هغوی د سولې دعالي شورا هلې ځلې وستایلې او وې ویل، د ځدراڼو مشران د خپل نفوذ او امکاناتو له لارې د سولې او بین الافغاني مذاکراتوپه برخه کې دپام وړ  مرسته کولی شي. همدارنګه یې د ښوونې او روزنې، روغتیایي اسانتیاو، د ځنګلونو د ساتنې او احیا، د جلغوزیو د تکثیر، د مالدارۍ د ودې، لارو جوړولو، د کانونو را اېستلو، وارداتي برېښنا، بندونو، د غصب د مخنیوي، دفساد پرضد مبارزې او تحصیلي بورسونو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
دوی همدارنګه په خوست کې د باچاخان پوهنتون، د پکتیکا په کچه د جیولوجیکي څېړنو مرکز،  په پکتیا کې د نظامي پوهنتون جوړولو ، د حلقوي سرک له لارې د ځدراڼ مېشتو ولسوالیو د نښلولو اود شیخ زاید پوهنتون د کدري روغتون د فعالولو غوښتنې هم وکړې.
د دغو ویناوالو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته جمهور رئیس غني د دوی له حضور او ملاتړ څخه په مننې وویل، لکه څنګه چې تاسو د اتلانو او زمریانو بچیان یاست، نو جمهور رييس مو هم هغه ونه، نه ده چې په مازې باد ولړزېږي. هغه په ټینګار سره وویل، اساسي قانون او د هغه په اساس شوې پرېکړې تطبیقېږي او له امله به یې هېواد او ولس ثبات ته ورسېږي.
جمهور رئیس د تاریخ په اوږدو کې د ځدراڼو قوم اتلولیو او سرښندنو ته په اشارې وویل: ځدراڼوقوم هیچاته لاس نه دی اچولی او نه هم چاته لاس اچوي. هغه زیاته کړه، د ځدراڼو قوم ته منسوب ملي لوبغاړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې ښه ځلېدلي دي.
جمهور رئیس غني وویل، د لویې پکتیا ولسونو او ځدراڼو د هېواد د دفاع او خپلواکۍ په ساتنه کې تل خپلې اتلوالې او سرښندنې په تاریخ کې ثبت کړي. هغه زیاته کړه، لویې پکتیا او د ځدراڼو مشرانو تل د جرګو، مرکو او نرخونو له لارې د وینې بهولو مخه نیولې او سیمه ییزې شخړې او ستونزې یې په سوله ییزه توګه حل کړې دي.
جمهور رئیس وویل، د پکتیا ولسونه او د ځدراڼو مشران د خپلې پوهې او نفوذ له برکته د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې ښه رول لوبولی شي چې په دې برخه کې به د دوی له رول او مشورو څخه ګټه واخیستل شي.
محمد اشرف غني د لویې پکتیا ولسونو او ځدراڼ مشرانو صبر او زغم  له دې امله  وستایه چې ده ته یې د افغانستان د بقا، د نړیوالو اړیکو د ټینګښت او ملاتړ جلبولو او د هېواد نورو سیمو او ولایتونو ته د رسیدګۍ لپاره کافي فرصت ورکړ. هغه زیاته کړه، اوس د لویې پکتیا نوبت دی او د دوی ستونزو ته د رسیدګۍ ترڅنګ به په لویه پکتیا کې داسې انکشافي پروژې پلې شي چې له امله یې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، افغانستان په کال کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو د جلغوزیو صادرات لري چې تر دې دمخه پاکستان ته قاچاق کېدل او بیا له هغه ځایه د پاکستاني صادراتو په نامه چین ته لېږدول کېدل او حکومت په پام کې لري چې د هغو د قاچاقو مخه ونیسي او د افغانستان له لارې یې نړیوالو بازارونو ته صادر کړي.
جمهور رئیس وویل، د جلغوزیو د پروسس لپاره به په خوست او پکتیا کې دوه فابریکې جوړې شي، ځکه یوازې جلغوزي د افغانستان صادرات دوه برابره کولی شي. هغه زیاته کړه، کلیودبياجوړولو او پراختیا او کرنې وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې د جلغوزیو په اړه اساسي کار وکړي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د لویې پکتیا د صنعتي کولو او په اقتصادي زون د بدلولو لپاره ځانګړی پلان لرو. هغه زیاته کړه، د سرحدي ولسوالیو لپاره هم  انکشافي پروګرامونه په پام کې دي چې په نږدې راتلونکي کې د هغو له تطبیق سره به د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راشي.
جمهور رئیس غني وویل، په راتلونکو دوو کلونو کې به د ولسي تړون پروګرام له لارې په ټول هېواد کې د ښوونځیو ستونزې  حل شي. د هېواد د زونونو، ولایتونو او ښارونو تر منځ باید تعادل اوانډول رامنځته شي. هغه زیاته کړه، موږ  د ظواهرو نه، بلکې د خپلو ژمنو پوره کولو په اساس اندازه کېږو، نو ستاسو غوښتنه او وړاندیزونه  به د حل په موخه  د اړوندو ادارو په پلان او برنامو کې شامل شي. پاى- سعيده

Last modified on Tuesday, 23 January 2018 13:01

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.