19 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : د اطلاعاتو اوفرهنګ...

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ـ کابل باختر د تلې ۲۶ مه درنو وطنوالو! د انتخاباتي کمپاینونو...

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

تالقان باخترد تلې ۳۶ په تخارولایت کې د پوهنې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دامريکا دمتحده ايالاتو نوى سفير داجراييه رياست له مرستيال محمد محقق سره وکتل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې  درې ويشتمه :
په کابل کې  دامريکا دمتحده ايالاتو نوي سفير  جان  ارباس  پرون  دافغانستان داسلامي جمهوريت  داجراييه رياست له مرستيال  محمد محقق سره  وکتل .او خبرې يې ورسره وکړې .
  داجراييه رياست   مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې  چې دوزيرانو شورا په ماڼۍ کې ترسره شوه  دواړو لورو   دافغانستان دبدلونونو  ، امنيت  ، انکشاف  ، انتخاباتواو ددواړو هېوادونو  دعلاقې وړ  موضوعګانو په باب  خبرې وکړې .
  داجراييه رياست مرستيال  او دافغانستان دخلکو داسلامي وحدت ګوند مشر  محمد محقق  دافغانستان لپاره  دامريکا دمتحده ايالاتو  نوي سفير ته  دښه راغلاست  دويلو په ترڅ کې  په هېواد کې ددموکراسۍ  ، انکشاف  او امنيت په برخو کې  دامريکا دمتحده ايالاتو دمرستو له امله قدرداني وکړه  او په اړوندو چارو کې يې ددغه هېواد نوي سفير ته دبرياليتوب  هيله وکړه .
  داجراييه رياست مرستيال  دافغانستان لپاره   دامريکا دنوى ستراتيژي  هرکلى وکړ  او زياته يې کړه  په دې ستراتيژي  کې مثبت ټکى دادي  چې زماني محدوديت  نه لري   ، دافغانستان  په حالاتو او شرايطو پورې  تړاو لري . او دې کار تروريزم  او دافغانستان دخلکو دښمنان  ناهيلې  او عصباني کړي دي  او په پاى کې به  له ماتې سره مخامخ شي .
  محمد محقق زياته کړه  چې دافغانستان خلک په تيره بيا  هزاره ټولنه  او شيعه ګان  د سولې او دموکراسۍ  پلويان دي  زموږ  په  هېواد کې  دنوي فصل  له هماغه پيل څخه  ، کابو  شپاړلس کاله مخکې  مو خلکو او دهزاره ټولنې ته  لارښوونه وکړه  چې  دولت جوړولو او دموکراسي  او دعلم زده کړې ته  مخه وکړي   او د وسلو له کارولو څخه دې  لرې والې  غوره کړي چې په دې برخه کې  زموږ خلک  په بشپړه توګه  بريالي شول  او دنظام او دموکراسۍ  په ملاتړ کې  په ځانګړي ځاى کې دي .
ده په وګړنيو غونډو او په مذهبي اماکنو  دتروريستي ډلو په تيره بيا دداعش مرګانيو بريدونو ته اشاره وکړه  او ويې ويل چې داوولسو  خونړيو بريدونو له امله  څه ناڅه يوزرو دوه سوه تنو ملکي وګړي  شهيدان اويا ټپيان شوي دي .
  محمد محقق  دغه راز  دهزاره جاتو دسيمو پراخې  اداري او امنيتي  پشنهادي طرحې ته  اشاره وکړه او ويې ويل : دتروريستي ډلو له خوا  رامنځته شويو  خطرونو ته  په پاملرنې سره  ددې غوښتنه کوي چې مرکزي  سيمو ته  پاملرنه وشي .   دغه راز  دافغانستان لپاره  دامريکا دمتحده ايالاتو نوي سفير  جان ارباس  دامريکا ددولت  دمشرتابه  دښو هيلو او سلامونو  دوړاندې کولو په ترڅ کې  داجراييه رياست دمرستيال  دهراړخيزو  اومفصلو نظريو  له امله  مننه وکړه او ويې ويل  چې ستاسو نظريې په راتلونکې کې  دعمل  په څرنګوالي کې  له موږ سره  بنسټيزې مرستې کوي .
  ده ټينګار وکړ چې موږ غواړو  په افغانستان کې دبرياليتوب  او په دغه هېواد کې  دحالاتو دښه والي لپاره  ستاسو نظريې  له ځان سره ولرو  .
  جان ارباس  دغه راز زياته کړه :  دامريکا متحده ايالات  داسې نظام غواړي  چې په هغه کې  ټول  حق ولري ، نظر ورکړي او سياست وکړي .او سياسي جريانونه او دافغانستان خلک  پکې ونډه ولري .  اويو مترقي او متمدن هېواد خاوندان شي . 
  دامريکا سفير  دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې  موږ  دداسې شورا دجوړيدو چې دانتخاباتو په بهير  دڅارنې په خاطر  رامنځته شي او دافغانستان دخلکواوسياسي ګوندونو  په غوښتنه وي  ،  ملاتړ کوو .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Last modified on Monday, 12 February 2018 13:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.