19 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : د اطلاعاتو اوفرهنګ...

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ـ کابل باختر د تلې ۲۶ مه درنو وطنوالو! د انتخاباتي کمپاینونو...

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

تالقان باخترد تلې ۳۶ په تخارولایت کې د پوهنې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان تر منځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د سلواغې د مياشتې ٢٤ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د قزاقستان لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان لوی درستیز پاول ارګشیف د جمهوري ریاست ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومنل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د دغو هېوادونو لوی درستیزانو د خپلو هېوادونو د رهبرۍ او د خلکو نېکې هیلې جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې.
دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د تروریزم پر ضد مبارزې، سیمه ییزه، امنیتي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس وویل، ستاسو سفر به په نظامي برخه کې په ځانګړي ډول د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان د اردو ترمنځ د اړیکو او همکاریو نوی فصل پرانیزي او زه هیله من یم چې زموږ مناسبات په راتلونکي کې هم زیات پراخه شي.
د قزاقستان او ازبکستان لوی درستیزانو د هېواد سختو جنګي شرایطو ته په پام د جمهور رئیس غني د مدبرانه رهبرۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه: تاسو په دغه حساس پړاو کې امنیتي مسایلو ته په پام د اقتصادي ودې او د افغانستان د خلکو د هوساینې د تامین لپاره هم کار کوئ چې دغه هڅې مو د ستاینې وړ دي.
هغوی وویل: زموږ هیله داده چې افغانستان د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو په ګډو کوښښونو له تروریزم سره د مبارزې او د دایمي سولې او ثبات په تامین کې بریالي شي او په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي. پاى- سعيده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.