15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د اسلامي همکاريو دسازمان له سفير سره وکتل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

خبرتيا

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : تحصيلي بورسونو ته د...

مډال راوړونکي وستايل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : په سمنګانو ولايت کې مډال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ۱۳۶۸ هـ ش کال د سلواغې په ۲۶ مه د روسانو د ماتې په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د شلمې پېړۍ په تاریخ کې د افغانستان د مجاهد ملت برحقه پاڅونونه، جګړې، ټکرونه او د کمونیزم د لاسپوڅو پرضد یې تل پاتې حماسې، په زرینو کرښو لیکل شوي دي.
د افغانستان مجاهدینو هغه سفاک، خونړي زبرځواک ته ماتې ورکړه چې په ختیځه اروپا او د مرکزي اسیا پرهېوادونو له خېټې اچولو وروسته يې د افغانستان د اشغال او ښکیلاک شومه اراده په ذهن او خیال کې ګرځیده او غوښتل یې چې افغانستان هم د خپلې سرې امپراتورۍ برخه وګرځوي.
روسانو په همدغه شوم نیت څه د پاسه سل زره پوځ، د ټانګونو، جټ الوتکو او کنشیپ هیلکوپټرو پر ملاتړ د افغانستان پر پاکه خاوره نظامي تېری وکړ؛ نړیوالو د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا نړیدلې بلله مګر کله چې روسي سرې لښکرې د مجاهدینو له مقاومت او مبارزې سره مخامخ شوې په پايله کې يې سرې لښکرې په ګونډواو افغانستان د کمونیزم په هدیره بدل شو.
لکه څنګه چې نړیوال هم د روسي کمونیزم د بې دریغه تېریو، ظلمونو او استبداده تر پوزې راغلی وو، نو د افغانستان له مجاهدینو سره یې په نړیواله کچه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دا جګړه څه باندې نهه کاله اوږده شوه خو پایله یې د روسي سره پوځ ماتې او د کمونستي نظام ړنګیدل وو؛ له دې ماتې سره سم د ختیځې اروپا هېوادونه او د مرکزي اسیا دیارلسو جمهوریتونوخپلواکي تر لاسه کړه، د برلین دیوال ونړید ( المان بېرته سره یو شو) او د کیوبا جمهور رئیس فیډل کاسترو اعلان وکړ چې نور په نړۍ کې د وارسا پکټ یا کمونیزم بلاک په نامه کوم پوځي بلاک نشته، د روسانو امپراتوري دړې وړې شوه او د کمونیزم فلسفه خاورو ته وسپارله شوه.
زه په خپل وار سره د افغانستان ټول مؤمن او مجاهد ولس ته د دغې سترې سوبې مبارکي وایم، د جهاد او ازادۍ د لارې ټولو شهیدانو او قربانیانو ته دالله تعالی له دربار څخه د لوړو درجو غوښتنه کوم.
خدای تعالی دې زموږ د شهیدانو کورنیو ته اجر او جمیل صبر ورکړي او الله تعالی دې د دغو رښتینو اتلانو د وینو په برکت په افغانستان کې تل پاتې سوله، امنیت، ثبات او سوکالي راولي.پاى _ ذکرالله

 

Last modified on Wednesday, 14 February 2018 05:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.