19 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کابل کې  د نيلاب  رحيمي  کتابتون پرانستل شو

په کابل کې د نيلاب رحيمي کتابتون پرانستل شو

-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو...

دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې  دخپلو بشر دوستانه مرستو دويم کاروان غزني ته وليږه .

دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې دخپلو بشر دوستانه مرستو دويم کاروان غزني ته وليږه .

٢٥-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : دافغاني سرې مياشتې عالي...

جمهوررئیس غني په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو استوګنو سفیرانو سره وکتل

جمهوررئیس غني په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو استوګنو سفیرانو سره وکتل

-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني: د ښځو پروړاندې تبعیض، د جمهور رئیس سره تبعیض دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د سلواغې ٢٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه افسرانو سره په یوه غونډه کې وویل: نن یوه استثنایي ورځ ده، ځکه افغان باتورې مېرمنې د افغانستان راتلونکي جوړوي.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه چې د هېواد د لومړۍ مېرمن د دفتر په نوښت په ارګ کې جوړه شوې وه، جمهور رئیس غني ځوانو ښځینه افسرانو ته په خطاب کې وویل، تاسې د هېواد لومړني مدافعین یاست.
جمهور رئیس زیاته کړه:  د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې تبعیض ځای نه لري او هرڅوک چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض  کوي، په حقیقت کې یې له جمهور رئیس سره تبعیض کړی دی.
محمداشرف غني وویل، افغان ښځې تل د جګړې په لومړۍ کرښه کې وي او د هېواد په تاریخ کې هم ښې ځلېدلي دي.
جمهور رئیس له ښځینه ځوانو افسرانو وغوښتل ، له خپلو کورنیو څخه چې دوی یې د هېواد د وسله والو ځواکونو لیکو ته استولي مننه وکړي او زیاته یې کړه، ښځې پر هغو خنډونو چې د هېواد د وسله وال ځواک په لیکو کې د دوی د ګډون پر وړاندې مانع ګرځیدل، بریالۍ شوي دي.
جمهور رئیس غني وویل: په هغه چاپيريال کې چې تاسې فعالیت کوئ، فرصتونه او ستونزې شته او زه باوري یم چې ستاسې هر یو خپل هېواد او خلکو ته د ستر خدمت مصدر ګرځئ.
جمهور رئیس څرګنده کړه: هغه مبارزه چې تاسې یې نن ورځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې کوئ، په پایله کې به یې د افغانستان له پنځو څخه تر لسو نسلونو پورې هوسا شي او د ثبات او امنیت شرایط به برابر کړي.پاى- سعيده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.