20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 خليل زاد  يو ځل بيا په افغانستان کې  په يوې سياسي موافقې ټينګاروکړ

خليل زاد يو ځل بيا په افغانستان کې په يوې سياسي موافقې ټينګاروکړ

واشنګتن / دتلې ٢٧مه / باختر: زلمي خليلزاد دامريکا داردو...

په کاپيسا کې دکنشکا ددور ې دوه اثار  ترلاسه شول .

په کاپيسا کې دکنشکا ددور ې دوه اثار ترلاسه شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: په کاپيسا کې دلرغون پيژندونکو...

تبصره

تبصره

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: په جوماتونو ، مقدسه اماکنو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دانجنیر محمد خان پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر\ د سلواغې د مياشتې ٢٥ مه
د ۱۳۶۷ هـ لمريز کال د سلواغې په ۲۶ مه د روسانو د ماتې په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان پیغام
د شلمې پېړۍ په تاریخ کې د افغانستان د مجاهد ملت برحقه پاڅونونه، جګړې، ټکرونه او د کمونیزم لاسپوڅو پرضد یې تل پاتې حماسې، په زرینو کرښو لیکل شوي دي.
د افغانستان مجاهدینو هغه سفاک، خونړی زبرځواک ته ماتې ورکړه چې په ختیځه اروپا او د مرکزي اسیا پرهېوادونوله خېټې اچولو وروسته يې د افغانستان د اشغال او ښکیلاک کرغيړنه اراده په ذهن او خیال کې ګرځیده او غوښتل یې چې افغانستان هم د خپلې سرې امپراتورۍ برخه وګرځوي.
روسانو په همدغه ناوړه نیت څه دپاسه سل زره پوځ، د ټانګونو، جټ الوتکو او کنشیپ هیلکوپټرو پر ملاتړ د افغانستان پر پاکې خاورې نظامي تېری وکړ؛ نړیوالو د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا نړیدلې بلله خو کله چې روسي سرې لښکرې د مجاهدینو له مقاومت او مبارزې سره مخامخې شوې په پیله کې سرې لښکرې په ګونډواو افغانستان دکمونیزم په ادیرىبدل شو.
لکه څنګه چې نړیوال هم د روسي کمونیزم د بې دریغه تېریو، ظلمونو او استبداده تر پوزې راغلی وو، نو د افغانستان له مجاهدینو سره یې په نړیواله کچه خپل ملاتړ اعلام کړ.
دا جګړه څه باندې نهه کاله اوږده شوه خو پایله یې د روسي سره پوځ ماته او د کمونستي نظام ړنګیدل وو؛ له دې ماتې سره سم د ختیځې اروپا هېوادونه او د مرکزي اسیا دیارلس جمهوریتونوخپلواکي تر لاسه کړه، د برلین دیوال ونړید ( المان بېرته سره یو شو) او د کیوبا جمهور رئیس فیډل کاسترو اعلان وکړ چې نور په نړۍ کې د وارسا پکټ یا کمونیزم بلاک په نامه کوم پوځي بلاک نشته، د روسانو امپراتوري دړې وړې شوه او د کمونیزم فلسفه خاورو ته وسپارله شوه.
زه په خپل وار د افغانستان ټول مؤمن او مجاهد ولس ته د دغې سترې سوبې مبارکي وایم، د جهاد او ازادۍ د لارې ټولو شهیدانو او قربانیانو ته دالله تعالی له دربار څخه د لوړو درجو غوښتنه کوم.
خدای تعالی دې زموږ د شهیدانو کورنیو ته اجر او جمیل صبر ورکړي او الله تعالی دې د دغو رښتینو اتلانو د وینو په برکت په افغانستان کې تل پاتې سوله، امنیت، ثبات او سوکالي راولي.پاى- ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.