دسترې محکمې رييس داداري فساد پرخلاف دمبارزې له سلاکارې سره وکتل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
دسترې محکمې  رييس قانونپوه سيد يوسف  حليم نن له غرمې مخکې دخپل کار په دفتر کې په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوال انکشاف د ادارې دمرستو له همغږې کوونکې او داداري فساد پرخلاف دمبارزې له سلاکارې ميرمن هوليس هولزر سره وکتل .
دسترې  محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ . په دې کتنه کې لومړى ميرمن هولزر دمساعدشوي فرصت له امله مننه وکړه او  ليوالتيايې څرګنده کړه چې په ښه توګه دهمکاريو دهمغږى  په خاطر دقضايه قوې  دلاس ته راوړنو او چلنجونو  په باب معلومات ترلاسه کړي .
دسترې محکمې رييس په مقابل کې دهېواد دقضايي  نظام حالت بيان کړ دقضايه قوې  استقلال  چې دملي وحدت د حکومت دمشرانو دجدي ملاتړ وړ دى دقضايه قوې ډيره مهمه لاس ته راوړنه وبلله او زياته يې کړه چې قضايه قوې  له اداري فساد سره دمبارزې په لاره کې له اداري فساد څخه له رامنځته شويو جرمونوسره دمبارزې داختصاصي او عادي محکمو د ډاډمن فعاليت او هم دقضايه قوې په ليکو کې  دقضايي څارنې دادارې د فعاليت دتامينولو له لارې مهم اقدامات کړي دي او له امله يې دتيرو وختونو په نسبت  اداري فساد کمښت موندلى دى .
دسترې محکمې رييس  دغه راز داصلاحاتو او دکادرونو دځاى پرځاى کولو په تګلوري  کې زياته کړه چې په تيرو دريو کلونو کې ديوزيات شمير قاضيانو په ټاکنې او  بدلون سره دقضايي خدمتونو دوړاندې کولو ښه زمينه برابره  شوې ده او قاضيان دقضايي استقلال په رعايتولو او له بهرنۍ اغيزمنې پرته دعدالت دتامينولو او دقانون دواکمنۍ  په لاره کې چې دټيکاو او امنيت په تامينولو کې ځانګړي رول لري  هڅه او هاند کوي او هم په قضايي او اداري چارو کې دښځو شتون اومشارکت چې دسيمې په کچه  بې بديل دى دښځو په نسبت  دقضايي قوې دپاليسۍ څرګندوى وبلل .
دسترې محکمې رييس په همدې ترتيب  دقضايه قوې دلارې پرسر ځينې پراته چلنجونه  او خنډونه په ګوټه کړل  او څرګنده يې کړه چې قضايه قوې  په رښتينې  توګه دحالت په تحليل او څيړنې سره دراتلونکو پنځو کلونو لپاره د قضايي اصلاحاتو تطبيقي پلان جوړ کړى دى چې انشا الله په عمل  کې دهغه په پلي کولو سره په قضايي دستګاه مطلوب  حالت پيداکړي  چې له شک  پرته په دې لاره کې ددوست هېواد دامريکا دمتحده ايالاتو په ګډون دنړيوالې ټولنې دمادي او تخنيکي  مرستې هيله کيږي .
  په پاى کې ميرمن هولزر  دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې او دنړيوالې ټولنې دبرخې په استازيتوب  څرګنده کړه چې دمرستو ښه همغږۍ  کوونکي به وي او په همدې موخه دقضايه قوې دعمل پروګرام مطالعه کوي او هڅه کوي چې دلازمو مادي او تخنيکي مرستو په ترسره کولو سره دعملي کولو بهير يې ګړندى کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

back to top