14 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

تبصره

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دهېواد دفاعي او امنيتي...

 دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  دانګلستان د سفير له مرستيال سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دانګلستان د سفير له مرستيال سره وکتل .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجرائيه رئيس: په هېواد کې د نشه يي توکو او روږدو کسانو وضعیت ټکان ورکوونکی دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې ملي کمېټې خپله ناسته نن په سپېدار ماڼۍ کې د اجرائيه رئيس په مشرۍ وکړه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتربهترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې لومړی له نشه يي توکیو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د خپلو کړنو رپوټ وړاندې کړ او اندېښنه یې وښوده، چې په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر او د نشه يي توکیو تولید ډېر شوی دی.
هغې دغه راز وویل، چې د تېرکال په پرتله په هېواد کې د نشه يي توکو کرکيله او تولید ډېر شوی او په 2017 کال کې په ټول هېواد کې په 328زره هکتاره ځمکې کوکنار کرل شوي دي.
سلامت عظیمي زیاته کړه، سره له دې چې حکومت له نشه يي توکیو سره د مبارزې لپاره پياوړې اراده لري، په دې برخه کې ټولو ادارو هڅې کړي؛ خو لا هم د ځینو کورنیو او نړیوالو عواملو له امله دا مبارزه بریا ته نه ده رسېدلې.
له نشه يي توکیو سره د مبارزې د وزیرې په وینا، چې یوازې په هلمند کې له دېرش زره هکتاره په ډېرې ځمکې کوکنار کرل شوي دي.
هغې دغه راز اندېښنه ښکاره کړه چې په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر هم خورا لوړ شوی او تر اوسه په کابو درې نیم میلیونه وګړو مثبت ټسټونه ترسره شوي دي. د دې وزارت د چارواکیو په وینا، چې په هېواد کې کابو سل زره ماشومان هم روږدي دي.
هغوی په دې برخه کې له شته ستونزو هم یادونه وکړه او ویې ویل، تر هغې چې ټول افغانان له نشه يي توکیو سره مبارزه د یوه ملي مسوولیت په توګه ونه مني، نو له نشه يي توکیو سره مبارزه به بشپړه پایله ورنه کړي.
سلامت عظیمي په هېواد کې د عامه پوهاوي، رسنیزو خپرونو، د بدیل کښتونو په زیاتېدو او د عمل پروګرام په بشپړ پلي کولو ټينګار وکړ.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکیو سره د مبارزې مرستیال هم وویل، چې دوی په تېر کال کې کابو درې زره کسان د نشه يي توکیو د قاچاقو او تولید په تور نیولي، چې نهه تنه یې ستر او نړیوال قاچاق کوونکي وو.
د کرنې اواوبولګولووزیر نصیر احمد دراني وویل، چې په تېرو کلونو کې د بدیل کښت په ارقامو تمرکز شوی؛ خو هيڅکله په اقتصادي تحلیل بحث نه دی شوی او د بدیل کښتونو ورکړې د نشه يي ټوکیو په کمښت کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل، سره له دې چې دوی د روږدو کسانو د روغتونو د بشپړولو لپاره کافي بودیجه نه لري؛ خو بیا یې هم تر ډېره ستونزې حل کړي دي. خو ویې ویل، تر هغې چې په بازار کې د نشه يي توکیو وړاندې کول ممکن وي نو د روږدو کسانو مخنیوی هم سخت دي، ځکه له یوولس زره درمل شویو کسانو څخه یې نهه زره تنه بېرته روږدي شوي دي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د روږدو کسانو او د نشه يي توکیو کرکېلې زیاتېدو ته په اشارې وویل، چې په دې برخه کې د ادارو هڅې لازمې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري. هغه وویل، تر اوسه ادارو لازمه همکاري نه ده کړې او ویې ویل، چې د نشه يي توکیو کرکيله او تولید او په نشه د روږدو کسانو په برخه کې ناکامي د ټول حکومت او خلکو ناکامي ده؛ هېڅ اداره باید په دې برخه کې ناغېړي ونه کړي.
اجرائيه رئیس وویل، تر اوسه ادارو په هر اړخیز ډول له نشه يي توکیو سره مبارزه د یوه اهم لومړیتوب په توګه نه دی غوره کړی، نه په کور دننه او نه له کور د باندې ورته د یوه مهم لومړیتوب په سترګه کتل شوي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله ټينګار وکړ، چې په کور دننه د ادارو غفلت د منلو وړ نه دی او په سیمه ییزه کچه به په دې اړه د حکومت رهبري او د بهرنیو چارو وزارت مسایل مطرح کړي.
اجرائيه رئيس وویل، چې موږ له یوه ناورین سره مخامخ یو او د دې ناورین د کابو کولو او مهارولو لپاره د ټول افغانانو به ځانګړي ډول د دولتي جوړښتونو مسوولیت مهم دی. هغه زیاته کړه، چې له نشه یي توکیو سره د مبارزې په برخه کې شویو هڅو پایله نه ده ورکړې او په دې برخه کې هېڅ لاسته راوړنه شتون نه لري؛ بلکې ځينې پرمختګونه شوی؛ خو وروستي هدف ته چې د نشه يي توکیو له منځه وړل دي، تر اوسه افغانستان نه دی رسېدلی.پاى- ع


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.