25 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

کابل باختر د غبرګولي څلورمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په نورستان کې داوو  تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

په نورستان کې داوو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه دوسله والو طالبانو په ډلې...

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه : اته تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دانتخاباتو کميسيون دشفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولوژمن دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس عبدالبديع  صياد نن په يوه غونډه کې وويل چې دغه کميسيون دشفافو ، عادلانه ، مستقلو او دخلکو دادارې او راى پربنسټ  دانتخاباتو  دترسره کولو ژمن دى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس عبدالبديع  صياد په هغې غونډه کې چې د راروانو انتخاباتو  دترسره کولو په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په موخه جوړه شوه او په هغې کې دسياسي ګوندونواستازو هم برخه لرله د پارلماني او دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو دڅرنګوالي په باب دمعلوماتو په وړاندې  کولو سره وويل  چې دخلکو راى دقوماندانانو دبرخليک ټاکوونکي او دانتخاباتو دکميسيون په نسبت يو امانت دى . حکه ددغه کميسيون دمشرتابه غړي ځان دشفافو ، عادلانه ، بې پرې او دخلکو دارادې   پربنسټ  دانتخاباتو دترسره کولو ژمن اومکلف  بولي
ده زياته کړه چې دنړيوالې  ټولنې  ، دولت او کميسيون ترمنځ اړيکې چې له تيرکال  څخه تراوسه پورې شليدلې دي ددغه کميسيون دنوي مشرتابه له خوا بياتامينې شوې دي او ددغه کميسيون دمشرتابه   څوکۍ به هم ازادې سيالۍ ته وړاندې شي او منتخب نوماندبه معرفي شي .
ده زياته کړه چې دڅيړنو له مخې تراوسه پورې ددغه کميسيون دمشرتابه له خوا دراي ورکولو ٧٣٥٥ ساحې تصويبې  شوې  دي او دغه کميسيون يواځنۍ انديښنه په يوشمير بې ځايه شويو کسانو دتذکرو دويش له پلوه ده  چې هغه به هم دهغه تفاهم ليک  له مخې چې دانتخاباتو دکميسيون او دوګړو داحوالو دثبت دادارې ترمنځ لاسليک شوى دى ، لرې شي .
دده د څرګندونوله مخې،  دانتخاباتو خپلواک کميسيون  له فساد سره  دمبارزې  په لاره کې يولړ اقدامات ترلاس لاندې نيول شوي دي چې دانتخاباتو بهير دتيرکال په شان له چلنج  سره مخامخ نه شي او هم ددونرانو له مرستو سره  خيانت ونه شي .
  په پاى کې ده له خلکو څخه وغوښتل چې له دغه کميسيون سره همکار و اوسي چې انتخابات په شفاف  ،بې پرې  عادلانه او وګړني ډول ترسره شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.