19 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کابل کې  د نيلاب  رحيمي  کتابتون پرانستل شو

په کابل کې د نيلاب رحيمي کتابتون پرانستل شو

-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو...

دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې  دخپلو بشر دوستانه مرستو دويم کاروان غزني ته وليږه .

دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې دخپلو بشر دوستانه مرستو دويم کاروان غزني ته وليږه .

٢٥-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : دافغاني سرې مياشتې عالي...

جمهوررئیس غني په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو استوګنو سفیرانو سره وکتل

جمهوررئیس غني په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو استوګنو سفیرانو سره وکتل

-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبهرنيو چارو وزارت معين دکابل دبهير په راتلونکي غونډه کې به دمدني ټولنې ، ځوانانو او دښځو استازي هم ګډون وکړي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  حکمت خليل کرزي پرون دسولې دعالي شورا مدني ټولنې  ځوانانو ، رسنيو او دښځو له استازو سره وکتل او دکابل ددويم بهير په باب يې  ورسره خبرې وکړې .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت سياسي  معين دکابل ددويم بهير په باب چې ټاکل شوې ده دروان کال دکب دمياشتې  په نهمه نيټه په کابل کې جوړ شي معلومات وړاندې کړل او ددغو بنسټونو له استازو څخه  يې دنظريو او  وړاندې کولو غوښتنه وکړه .   ددغو بنسټونو استازو په  دې کتنه کې خپلې نظريې  او انديښنې  شريکې کړې  او دټولنې له بيلابيلو  ټولنيزو او سياسي قشرونو سره  دمهم ملي موضوعګانو په وړاندې دمعلوماتو دشريکولو په باب يې دبهرنيو چارو وزارت اقدام ډير مهم او ارزښتناک  وباله .
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دکابل دبهير په باب دهغوى دنظريو  انعکاس مهم وباله اوزياته يې کړه   چې دکابل دبهير په راتلونکې غونډه کې به دمدني ټولنې ځوانانو او دښځو استازي هم ګډون وکړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.