19 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نوې ټاکنه

کابل/ باختر/ د وږي ۲۸ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دجمهور رييس مرستيال استاد دانش : په انتخاباتو کې ګډون او د راى ورکولو حق دخلکو دارادې دتمثيل لپاره ډيره مهمه وسيله ده .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
دجمهور رييس دويم مرستيال استاد سروردانش  نن دولسي جرګې او دولسواليو د شوراګانو دانتخاباتو لپاره دراى ورکوونکو دنوم ليکنې په بهير کې ګډون وکړ او خپل نوم يې ثبت کړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې برنامه کې  دلوړو زده کړو وزير نجيب الله  خواجه عمري ،  دسوداګرى او صنايعو وزير همايون رسا ، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون کميشنرانو او دجمهوري رياست ددويم معاونيت ددفتر غړو دجمهور رييس دمرستيال استاد سرور دانش ملګرتيا وکړه .
دجمهور رييس مرستيال دولسي جرګې  او دولسواليو  دشوراګانو دانتخاباتو لپاره دراى ورکوونکو دنوم ليکنې پيل د راروانو انتخاباتو دترسره کولو په لاره کې  يو عملي ګام وباله او هيله يې وکړه چې دانتخاباتو بهير ديوه مهم ملي بهير  په توګه په برياليتوب سره ترسره  شي .
ده دشفافو  او عادلانه  انتخاباتو دترسره کولو په باب دملي  يو والي دحکومت اودافغانستان دنړيوالو همکارانو په کلک هوډ او جدي ارادې باندې تينګار وکړ او دانتخاباتو په بهير کې  يې داړوندو بنسټونو هراړخيزه همکارى  يو ضروري کاروباله .
استاد دانش په هغه پيغام کې چې په همدې مناسبت يې صادر کړى دى  هم ويلي دي چې په انتخاباتو کې دګډون او دراى ورکولو  حق دخلکو دارادې دتمثيلولو لپاره  ډير ښه او مهمه وسيله اوپه حقيقت کې ددموکراسۍ اساس او بنسټ او دولسواک نظام  رښتينې څرګندوى دى .
دجمهور رييس دمرستيال دڅرګندونوله مخې، دراى ورکوونکو دنوم ليکنې  دبهير په پيل  سره  هېوادوال هم کولاى شي دراى ورکولو او راى اخستنې لپاره له خپل اساسي  حق څخه استفاده وکړي او هم خپل  ملي مسووليت او تکليف ادا کړي .
استاد دانش  ټينګار کړى دى انتخابات په هغه صورت کې کولاى شي په رښتيني توګه دخلکو اراده تمثيل کړي چې  لومړى دراى ورکولو او راى اخستنې په شرايطو  برابر کسان مشخص شي او بله داچې داسې لارې چارې په پام کې ونيول شي  چې شفافيت تامين کړي او دهر راز تقلب اوسرغړونې مخه ونيول شي .
  دجمهور رييس مرستيال له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې په کارنده توګه دنوم ليکنې په بهير کې  ګډون وکړي چې دروان کال دتلې دمياشتې په  ٢٨ نيټه دخپل هېواد سياسي برخليک   وټاکي او هيله ده چې شفاف او عادلانه پارلماني انتخابات ولرو او زړه سوان  ، ژمن ،  متخصص او په ملي ګټو ، ملي وحدت ، ټولنيز عدالت او دقانون واکمنۍ  ته وفادار  استازي ولرو .
   ختم _  عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Monday, 16 April 2018 05:52

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.