19 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ۱۱۵۵ډالرو وړاندې کيږي

کابل\باختر\ د وږي د مياشتې۲۶ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اروپا د اتحادیې سفير له افغانستان سره د دغې اتحادیې د زیاتوهمکاریو ډاډ ورکړ.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردوري ۲۷ مه
د بهرنیو چارووزارت د اقتصادي همکاریو معینې عادلې راز پرون په کابل کې د اروپا د اتحادیې له سفیر پیرمیادون سره وکتل .
د بهرنیو چارو ورارت مطبوعاتي دفتر باخترآزانس ته وویل  :
په دې کتنه کې میرمن راز په تیرې یوې نیمې پیړۍ کې د بشر د حقوقو د تامینولو په برخو کې د افغانستان د حکومت لاس ته راوړنوته په اشارې سره د افغانستان لپاره د اروپا د اتحادیې له همکاریو څخه مننه وکړه .
دواړو لورو د اختصاصي کاري ګروپ دغونډې لپاره د چمتوالي په خاطر د بشر د حقوقو ، ښې حکومتوالۍ اومهاجرت چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې جوړه شي خبرې اترې وکرې .
د اختصاصي دغه کاري ګروپ د هغوګډو کمیتې د غونډې په بهیر کې چې د روان کال د فبروري په میاشت کې د مشارکت او ودې لپاره د افغانستان او د اروپا د اتحادیې ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک په چوکاټ کې چې په بروکسل ښارکې ترسره شوى و جوړه شوې ده.
میادون په دغه هېواد کې د بشر د حقوقو د حالت او ښه والي لپاره د افغانستان د حکومت له هلو ځلو څخه قدرداني وکړه  او د افغانستان لپاره يې د اروپا د اتحادیې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.ختم ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.