24 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مالیې وزیر د دې وزارت د سترو لاسته راوړنو او راتلوونکو پلانونو د توضیحاتو په اړه د ولسي جرګې په عمومي استماعیه غونډه کې ګډون وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر د وري د مياشتې ٢٧ مه د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۱۹ ترهګر وژل شوي دي. د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال ، برید جنرال محمد رادمنش، د دوشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان مولوي عبدالحکیم په ګډون ۴ترهګر د پکتیا په زرمت ولسوالۍ، ۴ ترهګر د هلمند په ګرشک او سنګین ولسوالیو، ۳ ترهګر د بلخ په چمتال ولسوالۍ، یو ترهګر د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ، یو داعشی د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ په باره خېل سیمه او ۴ ترهګر د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې وژل شوي دي او ۱۸ تنه نور ترهګر ټپیان شوي دي. رادمنش زياته کړه چې، د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۴ تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۱۷ تنه ټپيان او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی. همدارنګه د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا ۱۶ ماینونه چې د ترهګرو له خوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي. د برید جنرال رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۳ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ۱۸ تعرضي عملیات روان دي. هغه زياتوي چې کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۸ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۷ هوایي بریدونه شوي دي. د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال ، ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، لوګر، خوست، قندهار، روزګان، زابل، فراه، غور، هرات، فاریاب او د هلمند په ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.پاى_ ذکرالله د مالیې وزیر د دې وزارت د سترو لاسته راوړنو او راتلوونکو پلانونو د توضیحاتو په اړه د ولسي جرګې په عمومي استماعیه غونډه کې ګډون وکړ ٥٤_ کابل باختر د وري د مياشتې ٢٧ مه د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن په پارلماني چارو کې د دولت د مرستيال وزیر ډاکټر كريم باز، په ملتیا د ولسي جرګې په عمومي استماعیه غونډه کې چې غوښتنه یې د مالیې وزارت له خوا شوې وه، ګډون وکړ. د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې د مالیې وزیر د ملت استازو ته په ۱۳۹۶ مالي کال کې د ملي عوایدو د راټولیدو او د پراختیایې بودجې د لګښت، د مالیې وزارت له خوا له څلورو کاري ورځو څخه یوې کارې ورځې ته د تخصیصاتو د اجرا مودې راکمولو، د بندونو د ملي پروګرام، سیمه يېزو همکاریو، په ۱۳۹۶ کال کې د اقتصاد عالي شورا د سترو لاسته راوړنو، د عامه او خصوصي مشارکت په برخه کې په تر سره شویو فعالیتونو، د هیواد په عایداتي سرچینو او ګمرکونو کې د اصلاحاتو د راوستو او د دولتي املاکو له غصب څخه د مخنیوي په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل. دغه راز د مالیې وزیر وویل، چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د مالیې وزارت توانیدلی چې د لومړیتوب لرونکو پراختیایې او ملي پروګرامونو د تمویل لپاره ۱،۲ میلیارده امریکایې ډالر، ۴۹۷ میلیونه یورو، ۳۷ میلیونه کاناډایې ډالر او د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ربع کې ۱،۲ میلیارده امریکایې ډالر نړیوالې مرستې جلب کړي. هغه زیاته کړه، د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودجې په سند کې د ملي عوایدو د راټولېدو لپاره ۱۶۹،۵ میلیارده افغانۍ او د پیسو نړیوال صندوق له خوا ۱۷۲ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی چې د مالیې وزارت د وري میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې توانیدلی ۴۷،۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه میلیارده افغانۍ یا ۴٪ زیاتوالی ښیې. د مالیې وزیر د ملت استازو ته ډاډ ورکړ، چې د مالیې وزارت د افغان حکومت په استازيتوب د ژنیو کنفرانس ته چې ټاکل شوې ده د روان کال د نوامبر په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه تر سره شي بشپړ چمتو والی لري او په دې برخه کې له نړیوالو پراختیایي شریکانو سره خبرې اترې دوام لري. پاى_ ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.