20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ریېس غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له استازو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٧ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورریېس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بېلابېلو ادارو له استازو سره د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل. د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دغه کتنه کې جمهور رئیس غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بېلابېلو ادارو د فعالیتونو د لا همغږۍ، انسجام او اغيزمنتوب لپاره په افغانستان کې د دغه سازمان د واحدې (One UN in Afghanistan) پالیسۍ جوړولو د کاري پرمختګ راپورونه واورېدل. جمهور ریېس غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هرې ادارې د راپور له اورېدو وروسته، وویل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان واحده پالیسي لا ډېر کار ته اړتیا لري او د دغې پالیسۍ د ژر بشپړولو لپاره یې ورته مشخصې لارښوونې وکړې. پاى_ ذکرالله

Last modified on Tuesday, 17 April 2018 06:51

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.