20 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په جوزجان  کې مظاهرې  اتلسمې ورځې ته ورسيدې .

په جوزجان کې مظاهرې اتلسمې ورځې ته ورسيدې .

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه : په جوزجان ...

د دښمن دمهماتو يوه ډيپو  او يو پټنځى  له منځه  يوړل شول .

د دښمن دمهماتو يوه ډيپو او يو پټنځى له منځه يوړل شول .

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه : د هېواد په...

ديارلس تنه  ملکي وګړي  شهيدان شول .

ديارلس تنه ملکي وګړي شهيدان شول .

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه : دکندز ولايت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پاکستاني پوځيان بايد زموږ صبراوحوصله زموږ کمزوري ونه بولي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\دوري دمياشتې ٢٨نيټه :
په داسې حال کې چې پاکستاني مقامات له افغانستان سره د ښو اړيکو د عادي کولوخبرې کوي  او ځان موږ ته د يو ښه اوفعال همکار په توګه  معرفي کوي ،   نو په دې بهيرکې  لمسوونکي  اقدامات څنګه  توجيه کېداى شي ؟
د باخترآژانس مفسر ليکي  ؛   تېره  ورځ افغان پوځيانو  د خوست اوپکتيا په  ولايتونو کې له پاکستاني پوځيانوسره په څو سيمو کې په نښتې لاس پورې کړ         چې له امله يې دوه تنه پاکستاني عسکر ووژل شول او څلورتنه نور ټپيان شول.  دپاکستان د اردو وياند  آصف غفور په  دې پيښه کې د خپل هېواد د پوځيانو دسر زيان تايېد کړ.
له ډيورنډکرښې دې خوا د سيمې دوه تنه اوسيدونکي  چې  يو  يې  سيمه يېز پوليس و،  شهيدان شول.
هغه څه چې مهم دي هغه عوامل دي  چې د دغې جګړې سبب شوي دي  چې          د دووتنو پاکستانيانو او د دوو تنو افغانانو د سر په بيه  تمامه  شوه.
که چېرې د پاکستان او افغانستان په اړيکوکې پراختياو ته دقت  وشي  افغانستان دتېرو څلويښتو کلونو په بهيرکې يعنې د پخواني شوروي د سره پوځ د تېري له وخت څخه تر اوسه پورې  د پاکستان دلوبو ، دسيسو ، سرتمبګۍ او له غرضه ډک او د سبوتاژ له پروګرامونو سره مخامخ و  او اوس  چې په سيمه کې     له ډار اچوونکو سره  دمبارزې خبره توده  ده  او په پاکستان له  ډار اچوونکو سره  د ملاتړ تور لګول شوى دى   دغه هېواد له افغانستان سره  خرابې اړيکې لري  هغه اړيکې چې  له لمسوونکو اقداماتو سره  يوځاى دي.
د وروستيو دوه درې کلونو په بهيرکې پاکستانيان په سيتماتيک ډول  د افغانستان  په ختيځو او  جنوبي ولايتونو ر اکټي او توپچي بريدونه کړي دي .
د افغانستان دولت  په سيمه کې د حالاتو د زيات خرابوالي د مخنيوي په مقصد  او د ديالوګ  او مفاهمې منطق ته په پاملرنې سره د پاکستان پوځي تحرکات يې     په حوصله مندۍ سره تعقيب کړي دي  ، زياتې هلې ځلې يې کړي دي  چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په  لاره   پرتې ستونزې  له ديپلوماتيک  تګلوري څخه حل اوفصل کړي.
  خوله بده مرغه پاکستانيان د افغانانو زغم او حوصله مندۍ ته د هغوى د کمزورۍ  د ټکي په توګه فکر کوي  او دغه راز  په  خپلو  غير منطقي  او ناوړو غوښتنو ټينګار کوي .
هغه څه   چې په دې  وروستيو وختو کې رامنځته شول  د پاکستان د پوځي تحرکاتو زيږنده و  .
د پاکستان د اردو ځواکونه  د ډيورنډ  له فرضي کرښې څخه په  اوښتو سره  د ځاځي ميدان ، خوست اوپکتيا په سيمو کې داستحکاماتو د جوړولو په لټه کې شول  چې د هېواد دسرتېرو او د سيمې د زړورو خلکو له غبرګون سره  مخامخ شول  او  د دواړو لورو ترمنځ د ډزو په نتيجه کې سپږو  تنو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله  واوښته.
د افغان پوځيانو غبرګون  يو سم او مثبت غبرګون و  چې د خلکو ملاتړ يې له ځان سره درلود ، افغان پوځيانو دپاکستاني پوځيانو په وړاندې په غبرګون سره دغه پيغام ورکړ چې موږ کولاى شو  چې د دښمنانو د هر راز سرغړونو ځواب  ووايو او دخپل هېواد له حريم  څخه دفاع  وکړو .
افغان پوځيانو پاکستاني توطيه ګرانو ته په غبرګون او متقابل  ځواب سره  وويل  چې  بايد زموږ زغم ا وحوصله مندي زموږ دکمزورۍ ټکې ونه بولي  بلکې کولاى شي   د ګولۍ په ځواب کې  ګولۍ ترلاسه  کړي.
د پاکستاني پوځيانو لمسونکي اقدامات  ټيک هغه وخت ترسره کېږي چې لس ورځې مخکې د دغه هېواد صدراعظم  کابل ته سفر وکړ او ويې ويل چې دسولې لپاره افغانستان ته راغلى دى  او له ډار اچوونکوسره د مبارزې او د پوځي تحرکاتو د پاى ته رسولو په  لاره کې له افغانستان اونړيوالې ټولنې سره يې  دهمکارۍ  ژمنه وکړه اوخپلې  ژمنې يې د يوتفاهم ليک په  چوګاټ کې جوړ       کړې، خو نن  پاکستاني پوځيان دافغانانو حريم نقضوي  چې د سولې پرځاى لوګى  او باروت زموږ په هيواد خپروي  په  دغه شان حالت کې  د پاکستان ژمنې  او لمسوونکي اقدامات څنګه توجيه کيداى شي ؟  ځواب روښانه دى  چې په پاکستان کې سياستوال په يوه لاره  او د هغوى پوځيان او استخبارات په  بله لاره  روان دي ، خو په دغه شان  حالت کې   نه شي کيداى په پاکستان باور او اعتماد وشي .
پاى\ ج\ ذ

Last modified on Tuesday, 17 April 2018 09:44

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.