20 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان په خاوره کې دخپلو اډو دله منځه وړلو په باب دپاکستان دپوځي مقاماتو ژمنه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د وري ديرشمه :
دپاکستان پوځي مقاماتو ژمنه وکړه چې دافغانستان په خاوره کې خپلې امنيتي اډې له منځه وړي .
دخوست ولايت په ځينو سيمو کې  دافغانستان اوپاکستان دسرحدي مامورانو ترمنځ له نښتې اوسرحدي تاوتريخوالي وروسته ددواړو هېوادونو پوځيانو تراوسه پورې دوه ځلې کتلي دي .
په دغو کتنو کې افغان پوځي مقاماتو دپاکستانيانو له خوا دافغانستان په خاوره کې دپوځي تاسيساتو جوړولو ته په اشارې سره وويل چې پاکستانيان دې بايد دديورنډ په کرښه کې له تاوتريخوالي  او تيري  څخه لاس واخلي .
په دغو کتنو کې چې پرون دپکتيا ولايت په ډنډ پټان  ولسوالۍ کې وشوې دهېواد په ختيځ کې دافغانستان يوه پوځي قوماندان ډګروال محمد عثمان جان باز پاکستاني افسرانو ته وويل چې دډيورنډ په کرښه کې دحالت دعادي کيدو لپاره دې  ، پاکستان بايد هغه امنيتي  اډې چې دافغانستان په خاوره کې يې جوړه کړې دي له منځه يوسي .
دهېواد په ختيځ کې يوه بل افغان پوځي مقام ډګروال فريدون په دې کتنه کې پاکستاني افسرانو ته وويل   ( دپاکستان استخبارات زموږ په باره کې ناسم تبليغات کوي او وايي چې دهند پوځيان له افغان سرحدي  ځواکونوسره يوځاى دي، دايوسم کار نه دى  )
  په همدې حال کې دپاکستاني پوځيانو دمرکچي هيئت رييس افسر اختر په دې کتنه کې دافغانستان په خاوره کې خپل  هېواد دڅو اډو شتون ومانه او ويې ويل چې دهغو په له منځه وړلو به ډير ژر اقدام وکړي .
ده وويل: موږ ان ستاسو دقلمرو يو انچ هم نه اخلو  دپاکستان دغه افسر له افغان پوځي  مقاماتو څخه وغوښتل  تر څو  هغه سرتيري چې په خوست کې ددرې ورځنيو جګړو په بهير کې  اسيران شوي دي خوشي کړي .
په خوست کې دافغانستان او پاکستان دسرحدي ساتوونکو ترمنځ درې ورځنيو جګړو کې کابو څوارلس تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي اوڅو تنه نور ټپيان شوي دي .
افغان پوځي مقامات وايي چې په دغو نښتو کې دوه تنه افغان پوځيان او درې تنه ملکي وګړي شهيدان شوي دي .
جګړې  دافغانستان په خاوره کې په خوست ولايت کې يوه کلي ته دپاکستاني سرحدي ساتوونکو له راننوتو وروسته ونښتې .
په دغو نښتو کې په لسګونوتنو کليوالي اوسيدونکو هم دخپلو پوځيانو تر څنګ له پاکستاني پوځيانوسره  په جګړو کې  ګډون کړى و .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.