20 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني د رای ورکوونکود نوم لیکنې بهیر د چټکولو په موخه د ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د وري ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین په ارګ کې له توحید ملي مرکز څخه د ویډیويي کنفرانس له لارې د هېواد  د ۳۴ولایتو والیانو، امنیتي او نظامي مسوولینو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي رئیسانو ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د چټکولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني د حج او اوقافو وزیر ته لارښوونه وکړه چې سبا د جمعې لمانځه د ادا کولو پرمهال د خلکو د عامه پوهاوي په موخه د ټاکنو د ملي پروسې د ارزښت د بیانولو ترڅنګ خلک په دغه ملي پروسه کې د ګډون لپاره نوم لیکنې ته وهڅوي.
جمهور رئیس د هېواد ټولو والیانو ته لارښوونه وکړه چې  د ښځينه رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو ته دې د دغه بهیر د ښه ترسره کېدو په موخه د شته امکاناتو په رڼا کې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. همدارنګه یې امنیتي او دفاعي مسوولینو ته دستور ورکړ چې د نوم لیکنې مرکزونو د امنیت لا ښه تامین ته دې زیات پام وکړي.
محمد اشرف غني همدارنګه والیانو ته لارښوونه وکړه چې ټول دولتي مامورین او د دوی کورنۍ دې په راتلونکې اوونۍ کې د رای ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي او همدارنګه دې په ولسوالیو کې په دغه بهیر کې د ګډون په موخه د خلکو پوهاوی زیات کړي.
جمهور رئیس غني د ټاکنو ملي پروسه کې د ګډون لپاره د عالمانو، مخورو، مدني ټولنو، ځوانانو، رسنیو او د ټولنې د ټولو اقشارو رول ته په اشارې ټینګار وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره دې په ګډه همغږۍ او همکارۍ د خلکو د پوهاوي کچه لوړه او دېته وهڅوي چې د ټاکنو ملي پروسه کې ګډون وکړي او د رایې ورکولو قانوني حق څخه استفاده وکړي، ځکه له نوم لیکنې پرته رایه نشي ورکولی.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.