27 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

کابل باختر د غبرګولي څلورمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په نورستان کې داوو  تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

په نورستان کې داوو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه دوسله والو طالبانو په ډلې...

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه : اته تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ریېس غني د وښو په عادلانه وېش ټینګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غويي د مياشتې ٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس محمداشرف غني د توحید په ملي مرکز کې د ویډیويي کنفرانس له لارې د سرپل، جوزجان، فاریاب، هرات، بادغیس او غور ولایتونو له والیانو، د امنیه قومندانیو او قول اردوګانو له قومندانانو او نورو سیمه یېزو مسوولانو  سره په خبرو کې اړمنومالدارانو ته د وښو پر عادلانه وېش بحث وکړ.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر نصیراحمد دراني په هغو ولایتونو کې چې وچکالۍ ځپلي دي د وښو د عادلانه وېش په خاطر د دغه وزارت د چمتوالي راپور ورکړ.
جمهور ریېس غني له کرنې وزارت څخه د دغه چمتوالي  په خاطر مننه وکړه او اړمنو مالدارانو ته یې د وښو په عادلانه وېش ټینګار وکړ.
هغه امنیتي مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د څړځایونو د غصب مخه  ونیسي او غصب شوي څړځایونه دې بېرته را وګرځوي.
جمهور ريېس د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته هم لارښوونه وکړه چې په خپلو خریداریو کې دې کورنیو څارویو ته لومړیتوب ورکړي څو د مالدارانو د زیان مخه ونیول شي. پاى_ ځدران


 

Last modified on Sunday, 22 April 2018 12:52

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.