20 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کورنيو چارو وزير د غوڅ ملاتړ له قوماندان سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غويي د مياشتې ٢ مه
د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ له عمومي قوماندان «جنرال جان نیکولسن» سره وکتل
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو خواوو د ټاکنو د امنیت ټینګښت، د رایې اچونې د مرکزونو خوندیتوب او ولایتونو او لېرې پرتو سیمو ته د ټاکنیزو توکو د خوندي لېږد په اړه خبرې اترې وشوې.
د کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک په کورنیو چارو وزارت کې د پراخه اصلاحاتو او ورسره بدلونونو د منځته راتلو څخه یادونه وکړه او په نږدې راتلونکي کې یې د ۳۴ ولایتونو د امنیه قوماندانیو اړوند د لوجستیکې او تامیناتي برخو د ګڼو بستونو لپاره د رڼو او ناپېیلو سیالیو له لارې د تر ټولو وړ پولیسو منسوبینو او مسوولینو له ګومارلو هم خبر ورکړ.
د کورنیو چارو وزیر په دغه وزارت کې د پولیسو د وړ کدرونو د چاڼ او پېژندګلوۍ په موخه د یو خپلواک بورډ له جوړېدو هم خبر ورکړ چې پر مټ به یې ټول پولیس منسوبین د تحصیل، تجربې، تعهد، تخصص او ځیرکتیا له مخې په بېلابېلو ګروپونو کې طبقه بندي شي.
د کورنیو چارو وزیر همدارنګه د ملي پولیسو په استازیتوب د ولسي جرګې د راتلونکو ټولټاکنو د امنیت ټینګښت او خوندیتوب په اړه د نړیوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان ته مفصل مالومات وړاندې کړل.پاى_ ذکرالله

Last modified on Sunday, 22 April 2018 12:52

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.