20 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل او بغلان کې د نننيو تروریستي پېښوپه اړه د ارګ مطبوعاتي اعلامیه!

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غويي د مياشتې ٢ مه
جنایتکاروتروریستانو نن د کابل ښار د شپږمې حوزې قلعه ناظر د پېژندپاڼو د وېش په مرکز او بغلان کې په دوه تروریستي پېښوکې د ماشومانو او ښځو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهور ریېس غني د دغو تروریستي بریدونو د غندلو پرمهال وویل: وحشي تروریستان چې د اسلامي ارزښتونو په ګډون پر هیڅ ملي او ډیموکراتیک ارزښت باور نه لري، باید پوه شي چې د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره  په ډموکراتیکو بهیرونو کې د پراخ ګډون په خاطر زموږ د خلکو عزم او اراده نه شي کمزورې کولی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس د دغو پېښو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي. پاى_ سعيده

Last modified on Sunday, 22 April 2018 12:51

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.