20 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د غويي د اتمې په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجينیر محمدخان پېغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ثور  پنځمه :
د ۱۳۷۱ هـ لمریز کال د غویي ( ثور ) اتمه د هېواد په تاریخ کې یوه زرینه او له ویاړونو ډکه ورځ ده، په دغه ورځ زموږ د باتورو او سرښندونکو مجاهدینو له لوري د نړۍ زبرځواک او وحشي ښکېلاک په ګونډو کړ او یرغلګر پوځونه یې له خپل هېواد څخه وشړل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د غويي ۸ مه په اصل کې د هغو ناخوالو او تورتمونو پای و، چې د وخت د ښکیلاک ګرو ځواکونو او د هغوی د کمونیستي مزدورانو په وسیله رامنځ ته شوي و او په ډېرو هغو څېرو کې یې د استقلال خندا وځغلوله چې د ظلم او جبر واکدارانو د خپلې واکدارۍ په بدله کې ترې اخیستې وه.
دخلق او پرچم ګوند غړو د ١٣٥٧ کال دثور دمياشتې په اوومه نيټه دوخت دشوروي اتحاد په ملاتړ په افغانستان کې دسردار محمد داود د نظام په وړاندې کودتا وکړه او د دغې بدنامې کودتا وروسته په هېواد کې تورې وریځې را خورې او دبدبختۍ نغاره و وهل شوه، زموږ فرهنګې اسلامي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل ، د دین عالمان مخورشخصیتونه، روڼ اندي ځوانان او قومې مشران یې بندیان او شهیدانول او له هيڅ ډول ظلم، وحشت او تېري يې دریغ ونه کړ.
لکه څنګه چې تاریخ ثابته کړې چې افغانانو د هیڅ زورواکي زور نه دی منلی نو د دې نظام د ظلم او ناتار په مقابل کې د هېواد له هر ګوټ څخه را پاڅیدل، منظم حرکتونه یې پېل او د جهاد او ازادۍ غوښتنې بیرغونه يې اوچت کړل ، په منظمو لیکو کې سره راټول اوله خپل هېواد څخه یې داسې د فاع وکړه چې نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه، په افغانستان کې يې د خلق او پرچم  د کمونست پلوه ډلو په لاس جوړشوي نظام نسکور، سور پوځ يې له نړیوالې ماتې اوشرمندګۍ سره مخ او له هیواده وشاړه او دلوى خداى ( ج )  په نصرت سره بریالیتوب ته ورسیدل.
له دې سره سره چې دغه بریا د افغانانو د ډیرو شهیدانو، معلولینو، او بې سارې قربانیو په بیه تمامه شوه خو بیا هم نه یوازې زموږ بلکې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د ازادۍ سبب شوه او د آزادۍ د ستر ویاړ په درلودو یې د هېواد تاریخ سرلوړی، او د افغانانو د شهامت شمله يې لا اوچته کړه.
د جهاد په دې مقدسه مبارزه کې د افغانانو سرښندنې اوقربانۍ د ستایلو دي، د دغې سترې بریا ویاړ د جهاد د لارې ټولو لارویانو او د دوی درنو کورنیو ته مبارکي وایم ؛ د جهاد د مقدسې لارې شهیدانو ته دې الله فردوس جنت ور په برخه  او د دوی د وینو او قربانیو په برکت سره دې الله تعالی افغانان یو موټی او  زموږ په هېواد کې تل پاتې سوله راولي.پاى- ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.