20 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دافغانستان لپاره د مکسيکو له نااستوګن سفير سره وکتل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  سرپرست حکمت خليل  کرزي پرون دافغانستان لپاره دمکسيکو  له نااستوګن  نوي  سفير خوزه الفونسوکامارينا سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت  دمطبوعاتي دفتر وياند باختراژانس ته خبرورکړ  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين اوسرپرست دافغانستان لپاره دمکسيکو دنااستوګن  سفير له ټاکنې  څخه چې ددواړو لورو ترمنځ داړيکو  دپياوړتيا او پراختيا  په برخوکې يو مهم ګام بلل کيږي خوښي څرګنده کړه .
دبهرنيو چارو  دوزارت سياسي معين  اوسرپرست  له افغانستان سره دکرنې او کانونو په برخو کې  د تجربو په تبادله  کې دمکسيکورول مهم وباله
دافغانستان لپاره دمکسيکو  دنااستوګن  سفير وويل چې متبوع هيواد يې  له افغانستان سره  داړيکو او دهمکاريوپه  پراختيا او بېلابېلو  برخو کې  چمتو دى .  ده وويل چې دافغانستان لپاره دمکسيکو دنااستوګن  سفير په توګه  دخپل ماموريت په دوره کې ددواړو هېوادونو  ترمنځ دشته اړيکې  دزياتې ودې اوپياوړتيا په خاطر به هلې ځلې  وکړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.