17 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دائتلاف  دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

دائتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ...

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې  په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هند نوي سفیر د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ثور  پنځمه :
د هند نوي سفیر وینای کمار د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره د افغانستان ـ هند په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او نظامي اړیکو خبرې وکړې.
داجرائیه ریاست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د هند نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د نوي سفیر تېرو تجربو ته په کتو هیله مند یم چې د دغو دوو سترو ملتونو ترمنځ به دوستانه اړیکې لا پراخې شي.
لومړي مرستيال د هند له مرستو مننه وکړه او په نړیواله کچه یې د هند نفوذ ته په اشارې سره وویل چې هند کولای شي په سیمه او نړۍ کې د تروریزم پر وړاندې یوه اجماع او واحد نظر رامنځ ته کړي او د هغو ستونزو پر وړاندې ودریږي چې سیمه او نړۍ ته ګواښ پېښوي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د ولسي جرګې ټاکنو ته په اشارې سره وویل چې حکومت به سراسري او رڼو ټاکنو ته زمینه برابره کړي او د هغو کړیو پر وړاندې به غوڅ اقدامات وکړي چې غواړي ټاکنې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
د هند نوي سفیر وینای کمار د افغانستان ـ هندوستان دوستانه اړیکې او دوه اړخیزې همکارۍ وستایلې او هيله یې وښوده چې د ده په راتګ سره به د دواړو دوستو هېوادونو اړیکې لا ټینګې شي.
د هند نوي سفیر په افغانستان کې د هند په مرسته جوړو شوو پروژو ته په اشارې سره وویل چې هېواد به یې په افغانستان کې د بیا رغونې چارو ته دوام ورکړي او هيله یې وښوده چې د هند په مرسته جوړې شوې پروژې به په عملي توګه د خلکو د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.
د هند سفیر د افغان پوځ په سمبالتیا ټینګار وکړ او په پوځي برخه کې يې د هند د مرستو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې هند به افغان ځوانانو ته په ملکي او نظامي برخو کې د زده کړو د زمینې برابرولو هڅې وکړي. پاى- ع


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.