24 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

پنځه تنه ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

-کابل-باختر د غبرګولی د میاشتې ۳مه پنځه تنه ډار اچوونکي پرون...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د غبرګولې د میاشتې ۳مه: د افغانستان د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دپاکستان دملي امنيت له سلاکار سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين  حکمت  خليل کرزي پرون دپاکستان دملي امنيت له سلاکار  ناصرخان جنجوغه سره په کتنه کې   د سولې او پيوستون لپاره دافغانستان اوپاکستان  دعمل پلان  په رڼا کې  د دواړو هېوادونو  داړيکو په باب خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ  .
په دې  کتنه کې د هيواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د عملي اقداماتو له  لارې د سولې او پيوستون لپاره  د دواړو هېوادونو  د عمل د پلان  دعملي کېدو په اړتيا چې  د ملموسې نتيجې سبب شي  ټينګاروکړ.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار د افغانستان د بهرنيو چارو  وزارت  له سياسي معين سره موافقه وکړه  او د دواړو هېوادونو ترمنځ  يې د ښواړيکو د رامنځته کولو لپاره  اقتصادي ظرفيتونه مهم وبلل.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين څرګنده کړه  چې؛  اقتصادي همکارۍ بايد  د دوه اړخيزو اړيکو دپاملرنې  په مرکز کې ونيول شي او له نورو  مسئلو څخه دې  جلا وساتل شي .
په دې کتنه کې دواړو لورو  دهغو چلنجونو دله منځه وړلو لپاره  چې دواړه هېوادونه  ورسره مخامخ دي دګډو اقداماتو دارزښت په باب موافقه وکړه.
پاى \ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.