21 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په جوزجان  کې مظاهرې  اتلسمې ورځې ته ورسيدې .

په جوزجان کې مظاهرې اتلسمې ورځې ته ورسيدې .

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه : په جوزجان ...

د دښمن دمهماتو يوه ډيپو  او يو پټنځى  له منځه  يوړل شول .

د دښمن دمهماتو يوه ډيپو او يو پټنځى له منځه يوړل شول .

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه : د هېواد په...

ديارلس تنه  ملکي وګړي  شهيدان شول .

ديارلس تنه ملکي وګړي شهيدان شول .

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه : دکندز ولايت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دپاکستان دملي امنيت له سلاکار سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
دهېواد دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  حکمت  خليل کرزي پرون دپاکستان دملي امنيت له سلاکار  ناصرخان جنجوغه سره په کتنه کې   دسولې او پيوستون لپاره دافغانستان اوپاکستان  دعمل پلان  په رڼا کې  ددواړو هېوادونو  داړيکو په باب خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ  .
په دې  کتنه کې د هيواد دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دعملي اقداماتو له  لارې د سولې او پيوستون لپاره  د دواړو هېوادونو  دعمل د  پلان  دعملي کيدو په اړتيا چې  دملموسو نتيجې سبب شي  ټينګاروکړ.
دپاکستان د ملي امنيت سلاکار د افغانستان د بهرنيو چارو  وزارت  له سياسي معين سره موافقه وکړه  او د دواړو هېوادونو ترمنځ  يې د ښواړيکو درامنځته کولو لپاره  اقتصادي ظرفيتونه مهم وبلل.
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين څرګنده کړه  چې  اقتصادي همکارۍ بايد  ددوه اړخيزو اړيکو دپاملرنې  په مرکز کې ونيول شي او له نورو  مسئلو څخه دې  جلا وساتل شي .
په دې کتنه کې دواړو لورو  دهغو چلنجونو دله منځه وړلو لپاره  چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي دګډو اقداماتو دارزښت په باب موافقه وکړه.
پاى \ج\ ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.